په کويټه کې چاودني ۱۴ کسان وژلي
۱۳۹۴ دی ۲۳, چهارشنبهد پاکستاني چارواکو په وېنا د ۱۴ وژل شوو کسانو په ډله کې ۱۲ تنه پولیس او د کورنیو چارو وزارت یو کار کوونکی شامل دی. د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې د پولیو یا گوزڼ واکسين د مرکز مخې ته په رامنځ ته شوې دغه چاودنه کې ۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي. امنیتي چارواکي داسې اټکل کوي چې دا یو ځانمرگی برید وو.
د خبري آژانسونو د راپورونو له مخې په کويټه کې د تندلارو یاغیانو تر څنگ د بیلتون غوښتونکو ډلي هم فعاله دي.
ويل شوي دي چې پولیس د گوزڼ واکسین د مرکز مخې ته راټول شوي ول، څو د واکسین د کمپاین کارکوونکي بدرگه کاندي. دوې ورځې تر مخه د دغه هیواد روغتیایي ادارو د گوزڼ ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین ستر کمپاین پیل کړ، څو له پنځه کلونو د کم عمر ۲،۴ میلیونه ماشومان واکسین شي.
«د حکومت جاسوسان»
افراطي اسلامپال تل پر دغه شان مرکزونو او یا هم د هغوی پر کار کوونکي بریدونه کوي. هغوی ادعا کوي چې د واکسین دغه کمپاین له جنسي اړخه د مسلمانانو د شنډولو یوه هڅه ده. پر دې سربیره د دغې ادارې پر کارکوونکو د حکومت د جاسوسانو شک کیږي.
د خبري آژانسونو د راپورونو له مخې په ۲۰۱۱م کال کې یوه پټ مخبر چې ځان یې د واکسین د مرکز کار کوونکی پیژندلی وو د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د موندلو له پاره جاسوسي کړې وه. وروسته بيا ځانگړو امریکایي عسکرو بن لادن په همدغه سيمه کې وواژه.