1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کونړ کي گډ پوځي عمليات روان دي

۱۳۹۰ فروردین ۱۴, یکشنبه

د کونړ په سرکانواو مرورې ولسواليو کي له تيرو پنځوورځوراهيسي د افغان او بهرنيوځواکونو له لوري عمليات روان دي چي څلور عام خلکوته پکښي مرګ ژوبله اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/REzo
په کونړ کي امريکايي ځواکونو د عملياتو پر مهال
په کونړ کي امريکايي ځواکونو د عملياتو پر مهالانځور: AP

دولتي چارواکي پکښي د ٢٨ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي، خو طالبان يې په رد سره ددولت پلوو ځواکونو د مرګ ژوبلي دعوه کوي.

په ختيزکي د ملي اردو ددوهمي پلي ليواقومندان بريدجنرال محمدافضل المان ږغ ته وويل چي، د عملياتو پرمهال يې ٢٨ وسلوال طالبان وژلي او د سرګانو ولسوالي په جنجل دره کي يې د وسلوالو طالبانو يوه راډيو هم په بشپړه توکه ويجاړه کړې ده.

جنرال افضل په عملياتوکي د ملي اردو د يوه سرتيري د وژل کيدو او د دوو نورو د ټپي کيدو خبر تاييد کړی. خو د بهرنيو ځواکونو د تلفاتو په اړه ناخبري ښي.

خو په کونړ کي د ولايتي شورا ريس حاجي ميا حسن يادونه کوي هروخت چي دغسي عمليات کيږي عام خلکوته په کښي مرګ ژوبله اوړي.

ياد عمليات درې ورځي کيږي چي روان دي او خلکوته پکښي زيان اوښتی دی.

په کونړ کي د نظر خاوند سيد عبدالله نظامي بيا وايي په کومو ځايونو کي چي بهرني څواکونو خپل امنتي کمربندونه پريښي دي نو دلته اوس وسلوال خپل فعاليتونه زيات کړي او کله چي دغسي عمليات ترسره کيږي نو ښکار به يي عام وکړي وي.

بل پلوه د وسلوالوطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد خپلي غاړي ته تلفات نه مني اووايي چي ملګرو يې د يوکمين په ترڅ کي په يو ټانک کي ناست څلوربهرني سرتيري وژلي دي.

مجاهدله يوه نامعلوم ځاي څخه رستيوته د ټليفون په کرښه دغه رازدعوه وکړه چي د توغنديزو بريدونو په پايله کي يې دولت پلووځواکونوته په ناڅرګند ډول مرګ ژوبله اړولې ده.

کنړد ختيز يو له هغو ولايتونو څخه شميرل کيږي چي ډيرکله تري د مرګ ژوبلي ريپوټونه ترلاسه کيږي.

په دي ولايت کي له تيرو پنځوورځو راهيسي د کډو ځواکونوعمليات په داسي حال کي روان دي چي څه موده وړاندي يې له ماڼوګي ولسوالي څخه په پوره توکه بهرنيان ووتل اوامنيتي مسوليت يي افغان ځواکونوته په غاړه شو.

شمعه احمدزۍ/ ننگرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل