1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کونړ کي د نري رنځ ناروغۍ ريښې غځولي

۱۳۸۹ اسفند ۱۵, یکشنبه

د کونړ روغتيايي چارواکي يادونه کوي چي په هغه ولايت کي د نري رنځ نښي نښاني زياتي تر سترګو کيږي او يو شميرخلک په دغه ناروغي اخته سوي.

https://p.dw.com/p/R6iz
کونړ يو غرنۍ ولايت دی او ډيری خلک يې په غرنيو سیمو کي ژوند کوي.
کونړ يو غرنۍ ولايت دی او ډيری خلک يې په غرنيو سیمو کي ژوند کوي.انځور: DW / Kamran

ډاکټران وايي دغه ناروغي په کونړ کي زياته سوي او خلک هم کوښښ کوي چي ژر ترژر يي درملنه وکړي. ځکه دغه يوه خطرناک ناروغي ده.

د کونړ د وټپور ولسوالي استوګن حمشت الله وايي چي ترډيره وخته ورته دغه ناروغي پيدا سوي وه خو نه پوهيده چي کومه ناروغي به وي خو ورسته بيا معلومه سوه چي نری رنځ دی.

د کونړ ولايت مرکزي روغتون د نري رنځ متخصص حميدالله حميد وايي چي دغه ناروغي ډيره زياته سوې. دهغه په خبره د ناروغۍ د ډيريدوعلت په ولسوالي او غرنيو سيموکي د کلينکونو نه شتون دي.

نوموړی د ياد رنځ د نښونښانو په اړه وايي، چي رنځ د يو ډول ميکروب په واسطه پيدا کيږي چي زياتر سږي او د سږو څخه دباندي غړي ژر ورباندي اخته کيږي.

د کونړولايت د عامي روغتيا ريس اسدالله فضلي وايي چي، په تيرکال کي ۶۰سلنه د دغه ناروغي کچه لوړه سوې چي ډيری ښځي ورباندي اخته دي.

نوموړی وايي اوس مهال د ټولو ولسواليو په سطه لس صحي مرکزونو کي د نري رنځ درملنه کيږي او کوښښ کوي چي ددغي ناروغۍ د کموالو مخه ونيسي.

کونړ چي يو غرني ولايت دي او ډيری خلک يي په کليو اوبانډ کي ژوند کوي نو دا امکان شته چي هغه خلک په دغه ناروغي اخته وي چي، د عامي روغتيا له درملني او راچسترنه پاتي وي.

خو د کونړ د روغتيا چارواکي وايي چي دوی خپل کوښښ کړی ترڅو ددغي ناروغي مخه ونيسي.

شمعه احمدزۍ/ ننګرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل