په کونړ کي د خپلواکۍ پر جشن د هوان مرمۍ لگېدلي
۱۳۹۵ مرداد ۲۸, پنجشنبهد کونړ د مرکزي روغتون رئیس ډاکټر فاروق سهاک دویچه ویله ته وویل، چې روغتون ته ۴۲ ټپيان او د وژل شویو دوه جسدونه ور وړل شوي دي.
نوموړي د درو ټپيانو روغتیايي حالت نازک وښوده او زیاته یې کړه چې ټپیان او وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.
سهاک زیاته کړه، په ټپیانو کې یو شمېر ماشومان هم شامل دي.
په همدې حال کې د کونړ د والي ویاند غني مصمم، دویچه ویله ته وویل چې په دغه پېښه کې ۱۷ ملکي وګړي ټپیان شوي او یو تن وژل شوی.
دغه توغندي ولایت مقام ته څېرمه د یتیمانو د یوه روزنتون مخې او بل د یوه مسجد مخې ته لگېدلی چې یاده مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.
تر اوسه کومې وسله والي ډلې په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
یاده دې وي چې په کونړ کې وخت ناوخته دغه ډول توغندي لګېږي چې ډېر کله یې زیان ملکي وګړو ته اوړي.
په جلال آباد کي د خپلواکۍ د ورځي لمانځلو انځورونه