1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کولمبیا کې د چرسو استعمال قانوني شو

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ دی ۲, چهارشنبه

د کولمبیا ولسمشر يو داسي فرمان لاسلیک کړی دی چې له مخې یې په دغه هیواد کې د طبي بنگو پاڼو (ماريوانا) استعمال او صادرات قانوني کیږي. هغه ټیګار کړی دی چې له دې سره به یې د غیر قانوني مخدرو موادو پر ضد مبارزه کمزورې نه شي.

https://p.dw.com/p/1HS91
Kolumbien Marihuana Cannabis
انځور: Getty Images/AFP/R. Arboleda

جوین منول سنتوس د سه شنبې په ورځ په یوه تلویزیوني بیانیه کې وویل چې دغه نوی فرمان په کولمبیا کې د څېړنو له پاره لاره هواروي. هغه زیاته کړه: «زموږ هدف دا دی چې ناروغان داسې درملو ته لاسرسی ولري چې په کولمبیا کې جوړ شوي وي او بې خطره، لوړ کیفیت ولري او د لاسرسي وړ وي.»

کولمبیایان لا اوس هم د دې اجازه لري چې د شخصي استفادې له پاره د هر ډول مخدرو موادو یو لږه اندازه له ځان سره وګرځوي.

د ایپلپسي یا عصبي حملو درملنه

د روغتیايي هدفونو له پاره د مریوانا یا بنگو پاڼو پلورل تر هغه وروسته قانوني شول چې چارواکو په ۱۹۸۶م کال کې د هغه اجازه ورکړه. خو په دې وخت کې د مریوانا د تولید او استفادې له پاره یو قانوني چوکاټ جوړ نه شو.

سنتوس په خپلو خبرو کې ویلي دي: «په کولمبیا کې د جرسو او نور موادو تولید، صادرات، خرڅلاو، د روغتیایي او څېړنیزو موخو له پاره د استفادې له لسیزو راهیسې مجاز وو. خو دغه چارې هیڅکله هم نه دي څارل شوي. موږ اوس همدا کار کوو.»

د طبي مریوانا د قانوني کیدو پلویان ادعا کوي چې همدا اوس تر ۴۰۰۰۰۰ کولمبیایان له مریوانا څخه د روغتیایي لاملونو له کبله استفاده کوي.

کولمبیا یو وخت د مریوانا یو لوی تولیدوونکی هيواد وو، خو بیا د مخدرو موادو قاچاق وړونکي د مریوانا پر ځا کوکاينو ته مخه کړه.

د مخدرو موادو د تجارت له کبله په کولمبیا کې څو لسیزي جګړه وشوه. د کولمبیا ولسمشر د مریوانا د استعمال په اړه د فرمان تر لاسلیکولو وروسته وویل: «د مریوانا استعمال ته د اجازې ورکول زموږ د نړیوالو ژمنو خلاف نه دي چې غواړو مخدر مواد کنترول کړو او له قاچاق وړونکو سره مبارزه وکړو.»