په کولمبيا کي چاودنې سوي دي
۱۳۹۱ فروردین ۲۶, شنبهاعلان
د کولمبيا هيواد په کارتاگېنا کي د امريکا د ستري وچې د سرمشريزي د پېل څخه تر مخه يو شمېر وړې چاودني سوي دي. په دغو چاودونو مالي تاوانونه اړولي دي خو پکښي انسانان نه دي ژوبل سوي.
يوه چاودنه د کارتاگېنا په يوه ترانسپورتي ترمينل کي سوې ده. دوه نورې چاودنې د هيواد په پلازمېنه بگوټا کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارت ته نزدې رامنځ ته سوي دي.
په دغه سيمه کي زيات حکومتي دفترونه هم موجود دي. د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما د چاودونو څخه څو ساعته تر مخه کارتاگېنا ته رسېدلی وو. په دغه سرمشريزه کي به د امريکايي سترې وچې تر ۳۰ څخه د زیاتو هيوادونو مشران گډون وکړي.