1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کولمبيا کي د فارک پر ياغيانو هوايي بريد سوی دی

۱۳۹۱ دی ۱۳, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/17CIk

د فارک د یاغیانو سره په نوامبر کي د سولي د خبرو پیلېدو ته په نه پام کولو سره د کولمبیا پوځ د دغه چریکي سازمان پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي. د کولمبیا یو لوړ رتبه جنرال رادیو ته ویلي دي چي د فارک د یاغیانو نزدې ۱۳ کسان په یوه بمبار کي له منځه تللي دي. له فارک سره د سولي د خبرو تر پیلېدو وروسته د کولمبیا په شمال لوېديځ کي دغه بمباري دوهمه سخته بمباري ده چي د دغه سازمان پر ضد تر سره کیږي. د فارک سازمان پر خپله هغه غوښتنه باندي اوس هم ټينګ ولاړ دی چي د کولمبیا په سیاسي سیسټم کي باید تغیر راسي. د فارک او ELN یاغي سازمانونه له تقریباً۵۰ کلونو راهیسي د کولمبیا د دولت پر ضد جنګیږي .