1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کورنيو چارو وزارت کي بدلونونه را منځ ته سوي

۱۳۸۹ آبان ۱۷, دوشنبه

د دوو اونيو په دننه کي د دوهم ځل لپاره د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په تشکيل کي پراخ بدلونونه رامنځ ته سوي دي.

https://p.dw.com/p/Q1EZ
انځور: AP

په دغه لړ کي د يو شمير ولايتونو د پوليسو مشران اود وزارت په دننه کي له ترهګرۍ اومخدره توکو سره د مارزې کليدي پخواني مشران بدل سوي دي.

وروسته تر هغه چي د کورنيو چارو وزارت ته د وزير په توګه جنرال بسم الله خان ور وپيژندل سو د دغه وزارت لپاره ډير نوي کسان پر کليدي چوکيو ګمارل سوي دي.

تيره شپه د افغانستان سرکاري ټلويزيون د کورنيو چارو وزارت په جوړښت کي د نوي ادلون بدلون خبر ورکړ.

په نوو څيرو کي د قندهار ولايت لپاره مل پاسوال خان محمد مجاهد د امنيه قوماندان په توګه ټاکل سوی دی.

د کورنيو چارو وزارت يوه وينا پاڼه چي نن په کابل کي دويچه ويله ته رسېدلې کاږي چي جنرال محمد شفيق فضلي د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو د عمومي ريس په توګه، غلام فاروق ګلبهاري د پوليسو د اکاډمۍ د قوماندان په توګه، شاولي صافی د امنيتي معين د دفتر د مشر په توګه او جنرال خداي داد آګاه د مخدره توکو سره د کورنيو چارو وزارت د خاص عملياتي ځواک د ريس په توګه ټاکل سوي دي.

که څه هم تر اوسه نده معلومه چي له دندو څخه ليري سوي مشرانو ته نوي دندي ور په ګوته سوي که څنګه. خو تردې دمخه هغه کسان چي له کليدي پوستونو ليري سوي دي ورته نوي دندي ندي سپارل سوي.

په ورته وخت کي د افغانستان د جنوبي ولايتونو لپاره هم د پوليسو په تشکيل کي دوه کليدي نوي کسان ورپيژندل سوي دي.

د کورنيو چارو وزارت په وينا پاڼه کي د کندهار لپاره د نوي امنيه قوماندان تر څنګ د هلمند ولايت لپاره د پوليسو د ۷۰۷ زون لپاره هم جنرال نبي جان ملاخيل د مرستيال په توګه ټاکل سوی دی.

جنرال سردار محمد ځاځي ته چي تر دې دمخه د کندهار امنيه قوماندان وو په کورنيو چارو وزارت کي له اداري فساد سره د مبارزي د څانګي د مشر دنده سپارل سوې ده.

په ورته وخت کي جنرال امين الله امرخيل ته چي يو مهال يي د کابل د نړيوال هوايي ډګرد سرحدي پوليسو مشري کوله د سرحدي ځواکونو د لومړي زون مشري ورسپارلې ده.

جنرال امين الله امرخيل څه باندي دوه کاله وړاندي د فساد په تور د وخت د لوي څارنوال عبدالجبارثابت له لوري له دندي ګوښه سوی وو هغه تورونه چي جنرال امرخيل بي اساسه بللي.

د يادولو وړ ده چي تر دې دمخه هم د کورنيو چارو په وزارت کي پراخ تغيرات را منځ ته سوي وو.

د پوځي چارو ماهرين په دې اند دي چي د کورنيو چارو په وزارت کي به د نوي تغيراتو په راتګ سره د ملک په امنيتي وضع کي په لنډ مهال کي څه مثبت بدلون و نه ليدل سي.

هغوی په دې اند دي چي د يوې مودې په تيريدو به ثابته سي چي نوي ټاکل سوي پوځي مسولين په خپلو دندو کي بريالي او که پاته راغلي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل