1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کنړ کي د ولسی وګړو وژل

۱۳۸۸ دی ۱۰, پنجشنبه

د پيښي په هکله د حکومت د پلاوي له مشر اسدالله وفا سره مرکه: «د ولسي وګړو ستره تلوسه دا وه چي هغه مخبر ونيول شي چي په دي پيښه کي راپور ورکړي دي»

https://p.dw.com/p/LHl0
ملګري ملتونه: په افغانستان کي د ولسي وګړو وژل په 2009 کال کي زيات شوي دي
ملګري ملتونه: په افغانستان کي د ولسي وګړو وژل په 2009 کال کي زيات شوي ديانځور: AP

د ملګرو ملتو د يو رپوټ له مخي چي په همدي اوني کي خپور شو، د 2009 کال په لس مياشتو کي په افغانستان کي د ولسي وګړو شمير د تير کال د همدي وخت په پرتله په سلو کي لس زياتوالي راغلي دی، يعني سږ ميلادي کال تر اوسه پوري، 2038 ولسي وګړي وژل شوي دي.

د ملکي خلکو د وژلو په لړي کي، د رپوټونو له مخي ورستي پيښه د کنړ ولايت د نرنګ په ولسوالي کی رامنځ ته شوه.

د افغانستان د جمهوري رياست د يو پلاوي د وينا له مخي د نړيوالو ځواکونو د عملياتو په نتيجه کي هلته د يکشنبي په ورځ لس تنه ولسي وګړي چي ۸ تنه د ښونځي زده کونکي ؤ ووژل شول.

په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو قومانداني تر اوسه پوري (چهار شنبی ورځ) همدا وايي چي د هغوي د يکشنبي د ورځي په عملياتو کي په کنړ کي يواځي اورپکي وژل شوي دي. د افغانستان جمهور رييس د خپل يو لوړ پوړي مشاور، اسدالله وفا په مشري سيمي ته يو پلاوي واستاوه . له ښاغلي وفا سره زمونږ همکار عبدالباري حکيم د تيلفون په کرښه تماس ونيو او د پيښي په هکله تري معلومات واخيستل.

پوښتنه: وفا صاحب !

تاسي د افغانستان د حکومت له خوا په کنړ کی د هغي پيښي د پلتني لپاره چي ويل کيږي ملکي خلک په کي وژل شوي دي وټاکل شوی، ستاسو د تحقيقاتو نتايج څه وايي:

ځواب:

د جمهور رييس له امر سره سم، يو پلاوي وټاکل شو چي په هغه کي د سنا، د ولسي جرګي، د کورنيو چارو او د دفاع وزارتونو او د ملي امنيت د رياست استازي شامل دي، مونږ د کنړ ولايت او د پيښي ځاي ته لاړو، له تحقيق او پلټونو وروسته معلومه شوه چي لس تنه «بي ګناه» وطن وال موپه شهادت رسيدلي دي په هغو کي اته يي متعلمين دي او دوه يي عام خلک دي. د هغو په جمله کي دوه يي د شپږم صنف، دري يی د نهم، دوه يي د لسم او يو يي د يولسم صنف متعلم ؤ.

مونږ په همدي اړه له د ښووني او روزني د وزارت له اداري او اړوند ښونځي سره تماس ونيو ، هغوي هم تصديق وکړ چي دغه متعليمن له هغوي سره په ښونځي کی ؤ. حتي تر دغه ماښام چي په شهادت رسيږي، دوي په همدي ورځ په مکتب کي حاضر ؤ، د موضوع خلص دغه شي ؤ.

پوښتنه:

تاسو د دي وژل شوو کسانو مړي وليدل يا د هغو د کورنيو له غړو سره مو وليدل؟

ځواب:

بلي، مونږ د کورنيو له غړو سره وليدل، د ځينوله پلرونو، اکا يا نور کسانو سره، د دو هلکانو پلرونه بنديان ؤ. او د نورو له کورنيو غړو سره مو له نژدي وليدل، کله چي مونږ ورسره لیدل، جمهور ريس هم هغو سره تيلفوني خبري وکړي او تسليت يي ورکړ، مونږ هم هلته د فاتحي په مراسمو کي ګډون وکړ. د هغو تر ټولو مهمه غوښتنه دا وه چي «هغه سړي، هغه مخبر» چي دا راپور يي ورکړي، هغه بايد، پيدا شي، ونيول شي او د خپل عمل په جزا ورسيږي.

پوښتنه:

تر اوسه پوري د نړيوالو ځواکونو قومانداني او مسوولو چارواکو د پيښي مسووليت په غاړه نه دی اخيستی او وايي چي د هغوی د عملياتو په نتيجه کی يواځي ياغيان يا اورپکي وژل شوي دي؟

ځواب:

دا د دوي خبره ده، مونږ د پيښي ځاي کي حاضر نه ؤ، ښه طريقه خو دا وه که چيري اورپکي واي، نو دوي بايد نيولي واي، راوستلي واي، د قانون منګلو ته يی سپارلي واي، د يو هلک د پلاره له قوله، «هغوي له کوره ايستل شوي، بيا په يوه کوټه کي اچول شوي، بيا ويشتل شوی دی. زما په خيال څه تيری شوی دي.»

پوښتنه

خو تاسي د خپلو تحقيقاتو سره دير ژر نتيجي ته ورسيدی، يعني پرون مو ( سه شنبی د مرغومی اتمه) سيمي ته سفر وکړ او نن مو ( د چهارشنبی د مرغومی نهمه) نتيجه لاسه ته راوړه، تحقيقاتو مو څرنګه وکړل؟

ځواب:

مونږ هلته لاړو، په سل ګونو خلک راغلي ؤ، له ايتلافي قواوو څخه مو استعلامي پوښتنه وکړه، هغوي په ځواب کي راته وويل چي دوي له عملياتو خبرتيا نه لري، د ولايت چارواکي لکه والي، د امنيی قوماندان او نورو وويل چي دا عمليات د هغوي سره په تفاهم کي نه دي شوي. بيا نو د پوښتنو له مخي، نتيجي ته ورسيدو چي لس کسه شهيدان شوي دي، اته تنه يي متعلمين دي او دوه يي عام خلک. نور به مونږ له چا تحقيقات کړي واي، دا خو کومه جزايي موضوع نه وه، مونږ خپل راپور جوړ کړي دی او نن (چهارشنبي ورځ) جمهور رييس ته يي سپارو. نور مونږ څه کولاي شواي!

پوښتنه

د پيښي علت څه ؤ؟ ولي ايتلافي قواوو په عملياتو لاس پوري کړ چي په نتيجه کي ولسي خلک ووژل شول؟

ځواب:

علت له دوي څخه ( ايتلافي قواوو) پوښتنه وکړه، ماته څه رامعلوميږي، «ما خو دوي نه دي ليدلي، که ليدلي مي واي، نو نيولي به مي واي!»

پوښتنه:

ولسي وګړو څه وويل، ولي په دي عملياتو لاس پوري شو؟

ځواب:

ولسي وګړو شور ماشور کاوه، لانجه يي کوله چي دا لومړي ځل نه دی، دا يوه پيښه نه ده، دوه دری ځلي نوري هم داسي پيښي شوي دي، هغوی ویل که چیری که دا خلک ( د ښونځی هلکان) مجرمان واي نو دوي به هغوي نيولي واي، وسله به يي ورسره نيولي واي، څرنګه کيداي شي چي طالب او اوالقاعده دی په مکتب کي وي، په شپږم صنف یا په نور صنفونو کی، دا څرنګه کيداي شي چي يو سړي دي متعلم د مکتب هم وي اوبيا دي القاعده او طالب هم وي. ولسي وګړو «زمونږ خاطر وکړ که نه نو هغوي غوښتل لاره بنده کړي، دا و کړي يا هغه وکړي.» مونږ ورته تسليت ورکړ چي په ژوند کي داسي مسايل پيښيږي. مونږ دا راپور جمهور رييس ته ورکوو. د ولسي وګړو تلوسه دا وه چي چي هغه سړي ژر پيدا شي چي په دي پيښه کي يي مخبري کړي ده او خپلي جزا ته ورسيږي.

پوښتنه:

ايا تاسو د مړو نور آثار، لکه د هغو عکسونه يا نور داسي څه وليدل.

ځواب: هو! مونږ د هغوي عکسونه ځان سره لرو.

مرکه کونکی عبدالباری حکيم

کتونکی: رحيله اميري