په کندوز کې په آلماني عسکرو بيا بريد شوی دی
۱۳۸۷ فروردین ۲۳, جمعهاعلان
د ځايي پوليسو د وينا سره سم ځانمرګی ګوذار کونکی، د المانی عسکرو د موټرو کتارته نږدی خپل چاودونکی کمر بند چاودلی دی. پيښه د قندوز د اسحق خيلو په سيمه کی شويده. ځان وژونکی پهدغه پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
افراطي طالبانو د دغې حملې مسووليت په غاړخ اخيستلی دی. د دوی يو وياند دا ادعا هم کړی ده، چې په پيښه کې درې آلماني عسکر وژل شوي او هم درې موټر له منځه تللی دی. په اسحاقخيلو کې يوه مياشت مخکې درې آلماني عسکر ډير سخت ټپې شول او د درملنې لپاره آلمان ته را انتقال شول.
د افغانستان په شمالي سيمو کې درې زره څلورسوه نيوي عسکر ځای په ځای شوي دي.