په کندوز کې دری آلماني عسکر وژل شوی دی
۱۳۸۶ اردیبهشت ۳۱, دوشنبهاعلان
طالبانو د دغه گوزار مسووليت په غاړه اخيستی دی او هم يې د نورو حملو خبر داری ورکړی دی. په دغه پيښه کښې ټول ټال اته تنه وژل شوی او هم ۱۳ ملکي خلک ټپي شوی دی.
د کندوز والی محمد عمر ويلی دی، چې دغه ولايت ته څلور ځان وژونکي راننوتلی دی او له دی کبله کيدای شی چې نور ځان وژونکي گوزارونه هم وشی.