1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندوز کي لا ژوند عادي حالت ته نه دی راغلی

۱۳۹۴ آذر ۱۱, چهارشنبه

پر کندوز د جګړې پر وخت تقريبا نيمه برخه اوسېدونکي وتښتېدل. هغه کسان چي بېرته خپلو کورونو ته راستانه سوي دي، ويني چي عادي حالت لا ندی بېرته راغلی. د کاترين جېمز راپور:

https://p.dw.com/p/1HFgm
انځور: DW/C. James

د زلمي نبي زاده له پاره بېرته خپل کور ته راستنېدل آسانه کار نه وو. د هغه پر کور د امريکايي الوتکو بم لوېدلی او دغه يې ويجاړ کړی دی. نبي زاده وايي: «ما د خپلي کورنۍ (يوه مېرمنه او اته اولادونه چي عمرونه يې د شپږو او ۲۶ تر منځ دي) سره دغه سيمه د بمبارۍ څخه يوه ورځ مخکي پرې ايښې وه چي زما ګاونډي راته ټليفون وکړ چي زما پر کور بم لوېدلی دی.»

د زلمي نبي زاده د پنځه اطاقه کور چت رالوېدلی او سامان يې تر دې حده بد سوځلی چي پېژندل کيږي نه. د نبي زاده مور او ورونه د هغه کور ته څېرمه په بل کور کي ژوند کوي خو د هغوی کور بالکل روغ پاته سوی دی.

«هيڅ شی نه دي راپاته»

نبي زاده وايي: «زما ګاونډي الوتکه وليدله.» هغه زیاتوي: «په دغه سیمه کي سخته جګړه روانه وه. زه په دې خبر وم چي موږ ته نژدې وسله وال هم موجوده دي. له همدې کبله ما دغه کور پرېښود.» هغه وايي چي مور او ورونو يې د بمبارۍ څخه یوازې شل دقيقې تر مخه خپل کور پرې ايښی وو.

د امريکا متحده ايالاتو پوځ د خپلو هوايي بمباريو په مرسته د افغان قواوو ملاتړ کاوه چي دغه سیمه د دوو اونيو په جريان کي بېرته له وسله والو ونيسي. طالبان د سپتامبر په ۲۸مه نېټه دغه ښار ته ننوتلي ول.

نبي زاده وايي چي د ده کورنۍ هم بي له کوم سامان څخه له کوره ووتله ځکه چي وخت لنډ وو او په موټر کي هم د کوم شي د انتقالولو له پاره ځای نه وو. هغه وايي: «اوس هيڅ شی نه دي راپاته.» ۵۲کلن نبي زاده چي اصلي کسب يې نجاري ده، اوس ټيکسي چلوي او د کرايې په کور کي اوسېدو ته مجبوره سوی دی، ځکه چي خپل کور يې پر کنډواله اوښتی دی.

اقتصاد ته زيان

د کندوز په نيولو سره طالبان په ۲۰۰۱ کال کي د خپل رژيم د راپرځول کېدو وروسته په لومړي ځل د يو ولايتي مرکز په نيولو بريالي سول. دغه موضوع پر تجارت او اقتصاد سخت اغېز وکړ او د تجارانو تر منځ يې اندېښنې زياتي کړې.

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي وايي چي د دغه ولايت تقريبا ۷۰ فيصده کسان بې روزګاره دي. د هغه په وينا تعميراتي کارونه په بشپړه توګه درېدلي دي او د سخت ژمي د رارسېدو له کبله زراعتي فعاليتونه هم زيات کم سوي دي.

په کندوز کي د اکتوبر مياشتي د جګړې پر وخت شپاړلسو نړيوالو مرستندويه سازمانونو خپل دفترونه وتړل او تر اوسه لا د هغو همکارانو په شمېر لکه مخکي تر جګړې، بېرته کندوز ته نه دي راستانه سوي. د دانشي په وينا دغه موضوع هم د عايداتو د کمېدلو او پر ښار د باور کمېدو سبب ګرځېدلې ده.

د کندوز اوسېدونکي د ځان څخه پوښتنه کوي چي هغه ۳۰۰۰ طالب جنګيالي چي دغه ښار يې ونيوی اوس چيري دي. هغوی ويره لري چي داسي نه چي هغوی يو ځل بيا دغه ښار ونه نيسي.

پر کندز د طالبانو د یرغل یوه میاشت وروسته په ښار کې خلک د سودا رانیولو پر مهال
پر کندز د طالبانو د یرغل یوه میاشت وروسته په ښار کې خلک د سودا رانیولو پر مهالانځور: DW/C. James