«په کندوز کي تر ۵۰ زيات طالبان وژل سوي دي»
۱۳۹۵ فروردین ۲۸, شنبه
افغان امنيتي چارواکي وايي چي پر کندوز د طالبانو د جمعې دورځي د بريد وروسته په جګړه کي وسله والو ته سخت زيانونه اوښتي دي. دغو چارواکو ويلي چي د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۱۵مه نېټه) په ياده جګړه کي تر ۵۰ څخه زيات طالبان ووژل سول.
د کندوز ولايت د والي وياند ويلي چي په دغه جګړه کي د طالبانو تر ۶۰ څخه زيات جنګيالي ژوبل سوي هم دي. د هغه په وينا د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه لا ادامه لري.
په کندوز کي د افغان ملي اردو وياند غلام حضرت کريمي ويلي چي طالبانو د جمعې په ورځ وختي پر کندوز په خپلو حملو پېل وکړ. د هغه په وينا طالبانو په دې ترڅ کي پر امنيتي پوستو بريدونه تر سره کړل.
د کندوز د پوليسو لوړپوړي چارواکي جنرال محمد قاسم جنګلباغ و اسوشيېتد پرېس خبري آژانس ته ويلي چي ۴۰ طالب جنګيالي وژل سوي او ۸ نور ژوبل سوي دي. د هغه په وينا په دغه جګړه کي ۴ افغان عسکر هم وژل سوي او ۶ نور ژوبل سوي دي.
له بلې خوا د افغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي چي د افغانستان په يوه بله سيمه کي يې د طالبانو يو لوړپوړي قومندان نيولی دی. دغې ادارې ويلي چي نيول سوی کس قاري يوسف نوميږي او دا چي هغه په غزني کي د طالبانو د والي دنده په غاړه درلوده.