1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې یوې چاودنې درې تنه ماشومان وژلي دي

۱۳۹۴ تیر ۲۰, شنبه

چارواکو ویلي دي چې د شنبې په ورځ په کندهار ولایت کې د یوه ماین د چاودنې له کبله درې ماشومان وژل شوي دي. په دې پیښه کې شپږ تنه نور ماشومان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1FxG1
انځور: DW

د پیښې قربانیانو ټولو له لسو کلونو کم عمر لاره او تر هغه وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې له تودې هوا څخه د پچیدو په موخه یوه خالي پلورنځای ته ننوتي وو. د کندهار ولایت د پولیسو ویاند ضیا دراني ویلي دي چې په دې پلورنځای کې یو بم ځای پر ځای شوی وو چې د ماشومانو له ننوتو سره چاودلی دی، درې ماشومان یې وژلي او شپږ تنه نور يې ټپیان کړي دي.

دراني زیاته کړې ده: «دغه چاودیدونکي مواد په یوه پلورنځی کې ځای پر ځای شوي وو او کله چې دغه ماشومان چې ټول د یوې نزدې مدرسې زده کوونکي وو، دې ځای ته ننوتل نو هغه وچاودیدل.»

د کندهار د والي یوه ویاند هم دغه پیښه تایید کړې ده او د هغه پړه یې پر طالبانو باندې اچولې ده چې په وروستیو وختونو کې یې پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

ډیر وخت د طالبانو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي خو طالبانو بیا د هغو بریدونو د پړې له اخیستلو څخه ډډه کوي چې په کې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي وي.

ملګرو ملتونو په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې سږ کال د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده. په روپوټ کې راغلي دي چې د روان کال په څلورو لومړیو میاشتو کې ۱۰۰۰ تنو ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب