په کندهار کې وژل شوی یو تن امریکايي د استخباراتي شبکې غړی وو
۱۳۹۱ مهر ۲۶, چهارشنبهاعلان
یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي دي چې د هغو کسانو په ډله کې چې د شنبې په ورځ مخکې د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د یوه ځانمرگي برید له کبله ووژل شول د امریکا د استخبارتي شبکې یو غړی هم شامل وو.
په دې برید کې د څلور تنو افغان سرتیرو په گډون دوه تنه امریکايي وگړي هم وژل شوي ول.
په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو ویلي ډي چې برید کوونکي د افغانستان د استخباراتي ادارې غړی وو خو افغان ځواکونه دا خبره ردوي.