په کندهار کې لسو مخالفینو له جګړې لاس واخیست
۱۳۹۰ اسفند ۲, سهشنبهد کندهار ولایت چارواکي هیله څرگندوي چې دغه کسان به نورمخالفین هم د سولې له بهیر سره یوځای کیدو ته وهڅوي.
د سولې له بهیر سره د یو ځای شوې ډلې مشري ملا زين الدين اخند کوله. دغه ډله ادعا کوي چې د کندهار ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې ئې دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.
د کندهار د سولې د شوری مشر عطا محمد احمدي، هیله څرگنده کړه چې د دغې ډلې په مرسته به نور مخالفین هم دې ته وهڅوي چې له جگړې څخه لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
احمدي وویل: «موږ هیله لرو چې دوى به خپلو نورو ملګرو ته هم پيغامونه وليږي چې هغوى هم د سولې له بهیر سره یو ځای شي او خپل خلک له تپل سوې جګړې څخه د تل له پاره وژغوري.»
د سولې له بهیر سره یو ځای شوو کسانو وویل چې اوس غواړي د خپل هیواد له پاره خدمت وکړي. د دغو کسانو مشر وویل چې دولت باید د هغوی د اولادونو له پاره د سرپنا، ښوونې، اقتصادي او نورې اسانتياوې چمتو کړي.
د کندهار د سولې د شوری مشر عطا محمد احمدي، له دغو کسانو سره د مرستو ژمنه وکړه. هغه وویل چې افغان دولت د دغو کسانو د امنیت او هغوی ته د نورو اسانتیایو د برابرولو له پاره امکانات په پام کې نیولي دي.
د کندهار ولایت د حج او اوقافو رئيس او د طالبانو پخوانۍ د کندوز والي مولوي نورالعزيز، هم پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهیرسره یوځای شي او له جگړې څخه لاس واخلي.
تر دې مخکې په زابل او يو شمير نورو ولایاتو کې هم ځينې وسلوالې ډلې د سولې له بهير سره يو ځاى شوې وې.
محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش