1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې د کوټې د شورا غړی ونیول شو

۱۳۹۱ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

د کندهار د ملي امنيت رياست چارواکي وایي چې درې تنه پاکستانيان او دوه تنه افغانان ئې له مخالفینو سره د همکارۍ په تور نیولي دي. د نیول شوو کسانو په ډله کې د کوټې د شورا یو غړی هم شامل دئ.

https://p.dw.com/p/15gvm
انځور: AP

د کندهار د ملي امنيت ریاست دغه کسان د سه شنبې په ورځ (د جولای د میاشتې په ۳۱ نیټه) د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته وښوول.

د نيول سوو کسانو په ډله کې عزيزالله چې د کندهار د عامي روغتيا او (ICRC) د غير طبي موادو معتمد دئ وايي چې له پنځو کلونو راهيسې په کندهار کې د وسلوالو طالبانو د مهمو قوماندانانو کلک همکار پاتې سوى دي.

د عزيزالله په خبره د دې ترڅنګ ئې په کندهار کې د چاودونو د مرګ ژوبلې کره راپورونه د وسلوالو طالبانو د کوټې شورا ته ورکول.

نوموړى زياتوي کله به یو وسلوال طالبان په ټپي حالت کې د میرویس روغتون ته راوړل شو، نو هغه طالبانو ته دې وگړي په سپارلو کې خپلې ټولې هڅې کولې. دې وگړې همداراز زیاته کړې ده چې له طالبانو سره ئې هغوی ته د وژل شوو جنگیالیو په سپارلو کې هم مرسته کوله:

«پنځه کاله پخوا د کندهار ميرويس روغتون ته يو سړی راغلى او ما ته ئې ځان د عبدالرازق په نامه راوپيژند. هغ را ته وويل چې زه په کندهار کې د ټولو چريکي عملياتو مسئول يم او ته به له ما سره همکاري کوې. ما ورسره ومنل او له هغه وخت راهیسې مې له طالبانو سره ډیرې مرستې کړي او هغوی ته مې معلومات ورکړي دي.»

پر عزيز الله سربیره درې تنه پاکستانيان هم چي خپل ځانونه د بلوچستان ايالات د چمن اوسیدونکي راپېژني وايي چې دوى پخپله سيمه کې د يو تن ديني عالم له خوا په کندهار کې د ګډو ځواکونو پر ضد وسلوالې جګړې ته هڅول شوي دي او له راتلو سره سم د ملي امنيت د منسوبينو له خوا نیول شوي دي.

له دوى څخه يو تن نعمت الله، نومیږي. هغه خبریالانو ته وویل چې اوس دى پر خپلو تيرو کړونو پښيمانه دئ او که چيرې دولت ورته بخښه وکړي نو بيا به هيڅکله داسې کارونو ته مخه نه کړي:

«زه او زما دوه ملګري چې حضرت الله او حاکم الله نوميدل په چمن کې ملا عبدالصمد په کندهار کې جهاد کولو ته راوليږلو. دې ملا موږ ته وویل چې تاسو ولاړ سئ د کندهار ښار د ښکار پور دروازې سيمې ته او هلته د ملا رحمت الله پوښتنه وکړئ، هغه به تاسو له طالبانو سره ملګري کړي.»

دغه کسان په داسې حال کې رسنیو ته ښوول کیږی چې تر دې پخوا د کندهار د امنيې قومندانۍ خبر ورکړی وو چې د یو لږ چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ئې ډیر شمیر یاغیان نیولي دي.

محمد ابراهیم سپیڅلی/ کندهار
کتونکی: مسعود جهش