په کندهار کی د يوسلودرواتيا زرو امريكائ ډالرو په لګښت روغتيائ مركزونه جوړيږي
۱۳۸۷ اردیبهشت ۴, چهارشنبهدعامى روغتيا رئس ډاكټرعبدالقيوم پخلا د ژړي د سنځرى په سيمه كښى ديوباب صحي مركزدبنسټ دايښوونى پر مهال وويل:
زموږصحي كاركونكي په دغه سيمه كښي خپلي صحي چاري په يوكرائ كوركښى پرمخ بيائ.چه دده په آندپه دغه كوركښى صحي كاركوونكوپه تيره بيا د دغه سيمي ناروغانو ته لازمى اسانتياوى نه وى برابرى.
اوس به په ۸۲۰متره مربع ځمكه كښى د۹۸۰۰۰ زره امريكائ ډالروپه لګښت يوباب صحي كلينيك جوړاود دغه سيمى د اوسيدونكوټولي صحي چاري به هم دلته پرمخ بيول كيږي.
بله خوا د سنځرىدكلي يوتن سپين ږيري هم ددغه روغتيائ مركزدجوړونې څخه خوښي څرګنده كړه. د ده په ويناچه زموږخلګ ډيرغريب اوبيچاره دى. حتي دموټردكرائ توان هم نه لري ترڅوښارته دروغتيائ ستونزو د درملنى په موخه ورسي.
همدارنګه د كندهاردعامى روغتيارئس ډاكټرعبدالقيوم پخلا ددامان دولسوالي دښوراندام په سيمه كښي د۸۵۰۰۰زره امريكائ ډالروپه لګښت ديوبل صحي كلينيك د جوړونى دبنسټ ډبره هم كښيښودل.
د يادونى وړده چه دكندهارپه ښاراوډنډ ولسوالي كښى هم دداډول روغتيائ مركزونودجوړونى دبنسټ ډبري په روانه مياشت كښى دولسي جرګى دغړې شكيبا هاشمى او ډاكټرپخلا له خوا ائښودل سوى وى.