په کندهار کي چاودني ۱۰ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ بهمن ۸, یکشنبهاعلان
په کندهار کي د توپ د يوې ښخي شوي مرمۍ د چاودلو له کبله د ۸ تنو پوليسو په شمول۱۰کسان وژل شوي دي او ۷ تنه نور ټپيان دي. دغه خبر پوليسو د يکشنبې په ورځ ورکړی دی. د کندهار ولايت د پوليسو مشر، عبدالرازق وويل چې د پوليسو يوې ګزمې د شنبې په ماښام يو ماين شنډ کړ او درې تنه مشکوک کسان يې نيولي ول. هغوی د پوليسو ماموريت ته د ستنېدو په حال کې ول چې د توپ مرمۍ ورباندې وچاودېدله. طالبانو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي. له دې وړاندې۱۰ تنه پوليس او ۱۹ ولسي خلک په کندوز کې د يو ځانمرګي بريد په ترڅ کې هم وژلي شوي ول.