1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قندهار کي دیر کسان ووژل شول

۱۳۹۰ بهمن ۱۶, یکشنبه

د کندهار په ښار کي د یکشنبې په ورځ اوه کسان د یوه موټر بم د چاودني له امله ووژل شول. د قندهار د والي په خبره په وژل شوو کسانو کي پنځه پولیس او دوه ملکي کسان شامل دي. هغه ویلي دي چي په پیښه کي ۱۹ کسان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/13xRU
د کندهار ځانمرگي برید اوه کسان وژلي دي
د کندهار ځانمرگي برید اوه کسان وژلي ديانځور: DW

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چي په پیښه کي درې پولیس او څلور ملکیان هغه وخت ووژل شول چي یو موټر بم د موټرو په تمځای کي وچاودید. د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چي پیښې نهه تنه ټپیا کړي هم دي.

د رپوټونه په حواله چاودني د پولیسو څلور موټر او شاوخوا ودانیو ته هم تاوان رسولی دئ. په داسي حال کي چي متحده ایالات له طالبانو سره په قطر کي د سولي په خبرو اترو بوخت دي، وسلوال مخالفین د افغانستان په بیلابیلو برخو کي پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي چي ډیر وخت په کي ملکیان وژل کیږي.

د یاغیانو په ځانمرگو بریدونو او د هغوی د سړک د غاړي په بمونو کي ډیر وخت ملکي کسانو ته زیان رسیږي. په افغانستان کي د ملگرو ملتونو دفتر د شنبې په ورځ په یو رپوټ کي وویل چي ۲۰۱۱ کال په تیرو لسو کلونو کي د افغانانو له پاره تر ټولو خونړی کال وو. د دغه رپوت له مخي ډیر شمیر ملکی افغانان ځانمرگو بریدونو او د سړک د غاړي په مایونو کي وژل شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د کندهار برید غندلی دﺉ او د یوي بیانیه په ترڅ کي ئې ویلي دي د دغه شان بریدونو په تر سره کولو سره یاغیانو یو وار بیا وښودله چي د افغانستان د خلکو دښمنان دي.

له دویچه ویله پښتو و یبپانه سره په مرکه کي د کندهار یو شمیر ښاریانو پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی دئ چي پخپله جگړه کي د ملکي کسانو له وژلو څخه دډه وکړي. تر اوسه کومي ډلي د پیښي پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو دغه شان بریدونه تل د طالبانو لخوا تر سره کیږي.

په پلان کي ده چي نړیوال ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ووځي. سر له دې نیټي به د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي. نړیواله ټولنه هڅه کوي چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د افغان امنیتي ځواکونو شمیر لوړ کړي چي وشي کولای د دوی لخوا رامنځ ته شوي امنیتي تشه ډکه کړي.

په کندهار کي د دویچه ویله خبریال ویلي دي چي تر چاودني وروسته افغان پولیسو له ملکي کسانو سره ښه چلند و نه کړ او په ډزو کولو ئې لاس پورې کړ. د دویچه ویله د خبریال په وینا دغه کار ملکي کسانو ته مالي زیان هم اړولی دئ.

مسعود جهش (دویچه ویله، د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب