1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي پر امريکايي اډې باندي يرغل سوی

مسعود جهش/ آژانسونه، دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۳۰, دوشنبه

د ناټو چارواکو ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ طالبانو د افغانستان په سویل کې د دوی پر يوې پوځي اډې باندي يرغل کړی دی او يو تن عسکر يې پکښې وژل شوی دی. دوی زياته کړې ده چي يو شمیر برید کوونکي يې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1Atgs
انځور: dapd

د چارواکو په خبره د يرغل په ترڅ کې څو چاودني شوي دي چې یو شمیر یې د ځانمرګو برید کوونکو او موټر بمونو په واسطه رامنځ ته شوي دي.

افغان چارواکو ویلي دي چې برید د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو پر اډې باندي شوی دی. د کندهار ژیړۍ ولسوالي د افغانستان له په نسبي ډول ناامنو سیمو څخه شمیرل کیږي. د ناټو یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د ایساف یو غړی په دې برید کې وژل شوی دی.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده: «پر اډې باندي څو کسانو يرغل کړی دی. ټول دښمنان وژل شوي دي. دا د ایساف ځواکونو پر ضد یو مغلق يرغل وو چې پکښې له موټر بمونو، ځانمرګو واسکټونو او سپکو وسلو څخه کار اخیستل شوی دی.»

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل، په خپل تویتر ټولنیزه پاڼه کې وویل چې په برید کې نهه ځانمرګي برید کوونکي په دې يرغل کې وژل شوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي تيره ورځ وسله والو طالبانو د امريکا متحده ايالاتو هغه وړانديز رد کړی دی، چي وايي طالب جنګيالي دي خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي او له افغان حکومت سره دي د سولي خبري پيل کړي.

امريکا متحده ايالاتو دغه وړانديز په داسي حال کي کړی دی، چي په کابل کي پر يوه رستورانت باندي په ځانمرګي بريد او وسله وال يرغل کي ۲۱ انسانان ووژل سول چي ۱۳ تنه يې بهرنيان ول.

سپيني ماڼۍ د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۸) له طالبانو څخه وغوښتل، څو خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي او د سولي له پروسې سره يو ځای سي.

واشنګټن د شنبې په ورځ وويل: «موږ له طالبانو څخه يووار بيا غواړو چي خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي او د سولي خبري پيل کړي، چي دا د بحران د ختمولو تر ټولو مهمه لار ده.»

خو د امريکا متحده ايالاتونو د دغي غوښتني په غبرګون کي د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه بیانيه کي ويلي دي: «موږ د امریکا دغه وړانديز ردوو.» هغه زياته کړې ده «که امريکا رښتيا هم د افغانستان له پاره سوله او ثبات غواړي، بايد بې له ځنډه خپل ټول لښکر له افغانستان څخه وباسي او افغانان پريږدي چي خپلي غوښتني ولري.»

ذبيح الله مجاهد په خپله بيانيه کي دغه راز پر امريکا متحده ايالات باندي د نورو «خونړيو بريدونو» ګواښ هم کړی دی.

پلان شوې ده چې ټول بهرني ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه به پخپله افغان ځواکونو ته وسپارل شي. اوس مهال په افغانستان کې نزدې ۵۷۰۰۰ بهرني ځواکونه میشته دي چې۳۸۰۰۰ يې امریکايان دي.