1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي نيول سوی بهرنی د ايران پوځي منبصبدار نه دی

۱۳۸۹ دی ۳, جمعه

ناټو په خپل هغه خبر کي اصلاحات راوستلي دي چي ویلی يې ول په کندهار کي يو نيول سوی سړی د ايران د سپاه پاسداران غړی دي. ناټو وايي دغه سړی له ايران څخه افغانستان ته د وسلو په ليږدولو کي لاس لري، نه دا چی هغه ایرانی پوځي دی.

https://p.dw.com/p/Qk3a
د ایران د سپاه پاسداران عسکر په رسم ګذشت ګذشت کي.
د ایران د سپاه پاسداران عسکر په رسم ګذشت ګذشت کي.انځور: Mehr-News

د ناټو ځواکونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هغه یو سړی چی د افغانستان په جنوب کې طالبانو ته د وسلو د قاچاق په تور نیولی دی، څرنګه چی په لومړی سر کي يې ګمان کیده د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران غړي نه دی.

د نړيوال امینتی مرستنددوی ځواک، ایساف، او د افغانستان استخباراتي چارواکو وویل:« پر نیول سوي سړی شک سوی و چي د ایران د القدس د ځواک سره تړاو لري.خو د دقیقو معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته په ډاګه سوه چي دی د ایران د ځانګړي ځواک غړی نه دی.»

د ناټو په یوه اعلامیه کې ویل سوي:« دا خبره په ډاګه سوې ده چي دا کس کیدای سي د ډيرو ترهګرو ډلو سره ارتباط ولري خو د القدس غړی نه دی.»

پر نیول سوي کس شک کیږي چي د ایران او د افغانستان د کندهار د ولایت تر منځ وسلي لیږدوي او د افغان طالبانو په اختیار کي يې ور کوي.

د آلمان د خبری آژانس د رپوټ له مخه دغه سړی چي هویت يې لا تراوسه په بشپړه توګه نه دی ښودل سوی، د شنبې په شپه په کندهار کي د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کي ونیول سو.

د افغانستان جنوبي ولایتونه کندهار او هلمند سږ کال د ایساف ځواکونو د عملیاتو مرکزونه ول. افغان او نړيوالو ځواکونو په ګډه سره د دې هڅه وکړه چې طالب یاغیان له دغو سیمو څخه پر شا وتبمبوي.

که څه هم تهران او کابل ښې اړیکي لري خو په دې وروستیو کي امریکایي چارواکو ایران له طالبانو سره په مرسته تورن کړی دی.

سربیره پر دې ځیني افغان استخباراتي چارواکي او سرحدي پولیسو هم ادعا کوي چي ایران د افغانستان د دولت له وسلوالو مخالفینو سره مرسته کوي.

د رسنیو د رپوټو له مخه د افغانستان سرحدي پولیسو ویلي دي چي دوی د طالبانو پر ضد عملیاتو کي داسي ماینونه کشف کړي دي چي ایراني ټاپې لري.

ایران د افغانستان په کورنیو چارو کي د هر ډول لاس وهنو او یا له یاغیانو سره د مرستو تورنه رد کړي دي. تهران بالمقابل لویدیځ ځواکونه تورنوي چي په افغانستان کي د خپل حضور په دوام سره د ترهګرۍ لمن په سیمه کي پراخه کړې ده.

آژانسونه/ بریښنا صابر

کتونکی: عبدالباری حکيم