1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي له شخصي روغتونو نه شکايت کيږي

۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

د کندهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي په ښار کي له شخصي روغتونونو څخه شکايت کوي. په دغه ښار کي تر لسو زيات شخصي روغتونونه فعال دي.

https://p.dw.com/p/15p8h
انځور: AP

ددغه روغتونونو مراجعين وايي، چي يوه روغتون ته له ورتگ سره سم ئې نه يوازي سمه درملنه نه کيږي، بلکي لا ئې په ناروغيوکي ډېروالى راځي.

د دوی په خبره د دغو روغتونو ډېري ئې يوازي د ډېرو پيسو د پيدا کولو له پاره جوړ سوي دي، ځکه نو د دوى سمه درملنه نه کيږي:

«له سختي مجبوريه دغه شخصي روغتون ته راځو، تاسي وگوری داسي مجهزلابراتوارونه نه لري، يوازي سرسري مريضان معاينه کوي او ورته وايي، چي دا به فلانکۍ مريضي وي.»

دوی وايي، چي په دغه روغتونونو کي يوعمليات په ډيرو پيسو کيږي:«په شپېته زره افغانۍ يو عمليات کوي، چي دا د هرچا د توان خبره نه ده.»

د کندهار د عامي روغتيا مرستيال ډاکټراحمدالله فيضي هم په دې اړه د شخصي روغتونونو د مراجعينو خبري پرځاى گڼي او زياتوي، چي نه يوازي ئې درمل او ودانۍ بې کيفيته دي، بلکي ددې روغتونونو ډېري کارکوونکي غير مسلکي او ځيني خو ئې آن په طبابت باندي سم پوهيږي هم نه:

«دوی اکثره وخت د خپلو مراجعينو د را جذبولو په له پاره خبرتياوي خپروي، چي خارجي ډاکټر ئې راوستلی دئ، هغه چي موږ وپوښتو ډېر ضعيف او ترهغه لوړډاکټران دلته په کندهار کي زيات دي.»

د نوموړي په خبره په دې شخصي روغتونوکي داسي روغتونونه هم سته چي يوازي ئې د مشهورو کورنيو او باندنيو ډاکټرانو لوحې را ځوړندي کړي وي او خپله ډاکټرانو آن له دوى سره ليدلي هم نه وي.

خو په دغه ښار کي بيا د شخصي روغتونونو د ټولني مسئول ډاکټربسم الله وايي، چي په دې وروستيو وختونو کي ئې د روغتونو کيفيت ته ډېرپام اړولى دئ او د ناروغانو ټولو ستونزو ته پر وخت رسيږي.

د هغه په خبره دوی اوس هم ناروغانو ته داسي اسانتياوي برابري کړي دي، چي هغوی اړ نه دي، چي د درملني له پاره هندوستان يا پاکستان ته ولاړ سي:

«د لابراتواري معايناتو له پاره مجهزسامانونه راوړل سوي دي، د ويني بانک اوځيني نوري اسانتياوي مو چمتوکړي دي او لا تلاښ کوو چي د خپلو هيوادوالو ستونزوته مثبت جواب ووايو.»

د کندهار ولايت يو شمېر اوسيدونکي په داسي حال کي له شخصي روغتونونو څخه سرټکوي چي په دې وروستيو وختونو کي د کندهار د عامي روغتيا رياست له يو شمير دغو روغتونو څخه تر وخت تير بېلابېل درمل و نيول او غير مسلکي کسان ئې له دندو څخه ليري کړل.

د دغه ولايت د روغتيا رياست د مسئول داکټرعبدالقيوم پخلا په خبره، دوى خپل پلټونکي پلاوي ته دنده سپارلې ده چي ټول شخصي روغتونونه او روغتيايي څانگي په منظم ډول وڅاري او له ټاکل سوي لايحې څخه سرغړونکي دوى ته ور وپېژني.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل