1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي سږ کال د زده کوونکو شمیره لوړه سوې

۱۳۹۰ آذر ۳, پنجشنبه

د کندهار د ښوونې او روزنې د ریاست چارواکي وايي چي سږ کال په دغه ولایت کې د زده کوونکو او ښوونکو شمير لوړ شوی او دا چې په کندهار کې ډیر شمیر تړل شوي ښوونځي د خلکو په مرسته بیا پرانستل شوي دي.

https://p.dw.com/p/13GV1
اوس مهال په کندهار کې ۱۹۰۰۰۰ زده کوونکې زده کړې کوي
اوس مهال په کندهار کې ۱۹۰۰۰۰ زده کوونکې زده کړې کويانځور: DW-World

د کندهار د ښوونې او روزنې د ریاست مشر، پوهنيار نجيب الله مجددي، په دې اړه خبريالانو ته وويل چې په نوي ښوونيز کال کي ۳۱۰۰۰ نويو زده کوونکو په ښوونځیو کې نوم ليکنه کړې چي د هغوی له ډلې څخه ۵۰۰۰ تنه یې نجونې دي.

د نوموړي په خبره اوس په کندهارکي يوسلونوي زره زده کوونکي په زده کړوبوخت دي چي پنځه څلوېښت زره يې نجوني اونورپاته يې نارينه دي.

«د تعليمي کال په پیل کي زموږ د زده کوونکو تعداد ۱۶۰۰۰۰ ته رسيدى چي د هغې په ډلې کې ۱۲۰۰۰۰ نارينه او۴۰۰۰۰ ښځینه زده کوونکې شامل ول. اوس زمونږ د زده کوونکو تعداد ۱۹۰۰۰۰ ته رسیدلی دی.»

مجددي زیاته کړه چې په کندهار کي د ښوونکو د کمښت ستونزه اوس له منځه تللې ده. د ده په خبره په تیرې یوې میاشتې کې ٢٧٥ تنه نوي ښوونکي چي په هغوې کي ٩٢ تنې ښځينه استاداني دي د زده کوونکو د ښې ښووني او روزني په موخه په دنده ګمارل شوي دي.

مجددي وايي چي په روان کال کي يې د خلګو په همکارۍ تر سلو زيات هغه ښوونځي چي مخکنيو کلنو کي په ښار او ولسواليو کي تړل شوي ول بيا پرانيستې دي.

«د کندهار په تشکيل کي موږ ٤٠٠ ښوونځي لرو چي د هغوی له ډلې څخه تر تیر کال پوري ٢٠٠ ښوونځي تړلي ول لاکن سږ کال د تړليو ښوونځيو شميره تر سلو هم راټیټه سوي.»

نوموړی د ښوونځيو د تړلو علت په ليري پرتو ولسواليو کي ناامني او د خلګو کمزورى اقتصاد ګڼي. مجددي وايي چي اوس د ښوونځيو په پرانيستلو کي هيڅ ستونزه نه لري او د خلګو په همکاري کولاى سي چي نه يوازي تړلي بلکي نوي ښوونځي هم په هغو يادو سيمو کي پرانيزي.

د کندهار د ښوونې او روزنې د ریاست مشر په داسې حال کې په دغه ولایت کې د زده کوونکو، روزونکو او مکتوبونو د شمیر د ډیریدو خبره کوي چې ولسمشر کرزي په تیرې مشورتي جرګې کې پر افغانانو غږ وکړ چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولیږي او هغوی زده کړې ته تشویق کړي.

محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش