1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د ښکلو هنرونو ټولنه پرانستل شوه

۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

ددغي ټولني لخوا د کندهار د ١٣تنو تکړه انځورګرانو، ليکګرانو او رسامانو١٠٧قلمه اثار د يوې اونۍ لپاره نندارې ته اېښودل سوي دي.

https://p.dw.com/p/11fvd
د ښکلو هنرونو نندارتون
د ښکلو هنرونو نندارتونانځور: DW

دغه ټولنه د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست په ودانۍ کي تېره ورځ ناوخته د لسګونو فرهنګيانو، د ادب او کلتور د مينه والو او قلموالو په ګډون جوړه سوې وه.

د کندهار د ښوونکيو د روزني د عالي مؤسيسې د پيداګوژي د څانګي استاد تېمورشاه خان (صالحي)په دې اړه غونډي ته وويل هرانسان په خپل ذات کي يوپټ استعداد لري چي دغه استعداد د وخت په تېريدو، د والدينو، ښوونکيو او چارواکيو په هڅوونه لوړو مدارجو ته رسيږي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس عبدالقديم(پتيال) د کندهاري انځورګرانو او ليکګرانو هڅي وستايلي او زياته يې کړه چي، که ددوى يادي هڅي يوڅه بريښ اوصيقل سي نو هغه ورځ ليري نه ده چي په کندهارکي به يوځل بيا د تيرو پېړيو په څېرهغه پخوانى هنري برم راژوندى سي.

Bilder-Ausstellung in Kandahar
انځور: DW

د کندهار د ښکلوهنرونو د ټولني مسؤل، پېژندل سوى خطاط او انځورګرامان الله درخشان هم ورته خبره کوي او وايي چي دولت او فرهنګيان که زموږ د لاسنيوي لپاره رامخته سي نو د کندهار د ښکلو هنرونو ټولنه به نوره وده هم وکړي اوراتلونکى به يې ډېر روښانه وي.

« که فرهنګيان اودولت زموږ فرهنګي ارزښتونو ته ژمن واوسي، خامخا به زموږ کارونه غوره پايله ولري

په دې نندارتون کي پر نارينو سر بيره ښځينه انځورگرانو هم گډون کړی دی.

پېغله ملېنا يوه له هغو ګډونوالو څخه ده چي، د ياد نندارتون لپاره يې خپل دوه اثارچي د کور يو شمير لوښي پکښي په ظرافت انځورسوي دي، نندارې ته وړاندي کړي دي.

ددې په خبره دا ډول نندارتونونه د پټواستعدادونو په راښکاره کولوکي ډېره ګټه لري او په ځانګړی ډول د ښځينه قشر لپاره ډېرمهم دى، ځکه په افغاني ټولنه کي ښځي د يو ډول کلتوري ستونزوسره لاس اوګريوان دي.

Bilder-Ausstellung in Kandahar
انځور: DW

« زه دلته ځکه راغلې يم چي په دې نندارتون کي مي خپل دوه معاصر اثار نندارې ته وړاندي کړي دي، په دې انځورونو کي ما د کور يو شميراسباب انځورکړي دي.»

لوستونکو ته دي ياده وي چي، په کندهار کي نژدې لس پېړۍ وړاندي د ليکګرۍ، انځورګرۍ او مجسمه جوړوني تکړه استادان موجودوو، چي په سيمه کي يې خپل ځانته ځانګړې پېژندګلوي درلوده.

د هغې ډلي څخه د اوومي هجري پېړۍ ملااسماعيل (مصور)يادولاى سو، نوموړى نه يوازي رسام اونقاش ؤ، بلکي په مجسمه جوړونه کي يې ترهندوستان پوري ډېر شاګردان روزلي دي.

په همدې ډول د ميرمعصوم شاه (کندهاري) نوم هم د يادولو وړدى، چي په لسمه هجري پېړۍ کي يې د محمد ظهرالدين بابر په امر يې، د کندهارد(چهل زينه )په دالان کي په نستعليق ليک خپل هنرښکاره کړى او لا تراوسه هم دمينه والوتوجه وراوړي.

محمد ابراهيم سپېځلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زیارمل