په کندهار کي د ډاکټر پالوال په اړه علمي غونډه
په کندهار پوهنتون کي د پاچاخان څېړنيز مرکز له د توکم پوه او ژبپوه ډاکټر عبدالرازق پالوال په وياړ علمي غونډه جوړه کړې وه. «ډاکټر پالوال د پښتو ژبي د ودي له پاره د يوې اکاډمۍ په شان کارونه کړي دي.»
ډاکټر عبدالرزاق پالوال په ۱۳۱۷ هجري لمريز کال په کندهار کي زېږېدلی، په کابل پوهنتون کي ئې تر ليسانس پوري زده کړي کړي په امريکا کي ئې ماسټري او دوکتورا اخيستې او ډېر کلونه د کابل پوهنتون استاد وو.
د پاچاخان څېړنیز مرکز مشر څېړندوی انجینر شیرشاه رشاد ډاکټرصاحب پالوال د نورو علمي کارونو په څنګ کي په توکم یا نژاد پيژندنه کي د هیواد په کچه منلی څيړونکی وباله.
د ډاکټر پالوال په وياړ علمی سمينار کي له کابل، هلمند، زابل ، روزګان، ننګرهار او لندن څخه ورغلو په لسونو لیکوالانو، شاعرانو، څېړونکو او مخورو برخه اخیستې وه.
د سمينار گډون وال
په سمينار کي گډونوال پر دې باندي ټينگار وکړ چي د ډاکټر پالوال اثار د پښتو ژبي د بډایني له پاره ډېر مهم او په څو واري چاپ ارزي.
سمينار ته راغلو مېلمنو هيله کړې چي د ژونديو علمي شخصيتونو په اړه نوري غونډي هم جوړي سي.
په دې عملي غونډه کي د ډاکټر پالوال په شاعرۍ او تنقيدي ليکوالۍ باندي هم اږدې مقالې ولوستل سوې. په انځور کي د کندهار د عالي دارالمعلمين د پښتو څانگي محقيق استاد فضل محمد پنهان دئ.
په کندهار کي د علمي سمينار يوه برخه
د ډاکټر صاحب پالوال چاپ سوي اثار: پښتو نوی مصدر، د شاه مقصد زیارت او د هغه تاریخي او اجتماعي ارزښت، د کالام تاریخ، دا کتاب مولوي عبدالحق ماتیکري لیکلي او په انګلیسي ژبه استاد پالوال ژباړلی چي د جرمنی په انټرپوس مجله کي خپور سوی دی. د پښتنو نوی پخوانی تاریخ، معیاری پښتو، موږ محوه کیږو. پالوال صاحب په لسونو نور ناچاپ اثار لري.
ډاکټرعبدالرازق پالوال، پر پښتو او دري سربیره، په اردو، عربي، انګلیسي او جرمني ژبو د لیکوالۍ تر کچي پوهیږي. استاد اوس ناروغ او تر ډېره پر ځای پروت وي، خو په دغه حال کی ئې هم قلم نه ده غورځولی.