1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د سوځول سوو نجونو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی

۱۳۸۷ آبان ۲۳, پنجشنبه

تيره ورځ د کندهار ښار په ميرويس مېنه کي د ښوونځيو پر ښځينه زده کونکو باندي د نامعلومو کسانو لخوا تيزاب و پاشل سول چي په ترځ کې 15 نجوني وسوځول سوې

https://p.dw.com/p/Fu5y
په کندهار کي د ښوونځيو زده کونکي
په کندهار کي د ښوونځيو زده کونکيانځور: DW/Aslami

دکندهار ولايت چارواکي وايي پرښځينه زده کوونکو باندي د تيزابو شيندل دا د دولت دمخالفينو يوبل تاکتيک دی چي په لاره يې اچولی او غواړی په دې توګه ګډوډي رامنځ ته کړي.

دکندهار ښار لوديز چهل زينو ته نژدې مېرويس مېنه کي د چهارشنبي په ورځ هغه مهال نامعلومو کسانو پرښځينه زده کوونکو باندي هغه مهال دلوبتکو پواسطه تيزاب وشيندل، چی هغوی په ډليزه توګه د ښوونځۍ پرلور رواني وې.

تيره ورځ ځيني داسي خبرونه خپاره سول چي په نوموړو نجونو کي درې تنې ړندې سوي دي خو دکندهار ولايت د پوهني رياست مسولين وايي چي پرپنځلسو تنو زده کوونکو باندي تيزاب شيندل سوي ول، په هغو کي د درو تنو وضعه ښه نه وه خو اوس ډاکټران وايي چي د نوموړو سترګي دومره نه دي زيانمني سوي چي ړندې سي.

دکندهار دپوهني د رياست د فرهنګی چارو مسول علاوالدين رفيق،

له ټپي سوو نجونو څخه چي ديوې ټپونه شديد دي او دا مهال دکندهار په ميرويس روغتون کي تر درملني لاندي ده. دکندهار والي رحمت الله روفي خبري رسنيو ته ويلي چي د پيښي وروسته پوليسو دوه شکمن کسان نيولي چي ګواکي له دې پيښي سره به تړاو ولري او دا مهال ترپوښتنو لاندي دي.

کندهار دغه پيښه د دولتي چارواکو تر څنګ ګڼ شمېر نا دولتي ادارو او نړيوالو بنسټونو هم دا کار له هره اړخه ناروا بللی دی،په کندهار کي يو تن ديني عالم مولوي محمد عارف هم دا کار د اسلام له نظره ډير ناروا وباله.

د افغانستان د پوهني وزارت چارواکو په وينا په ناامنو ولايتونو کي شپږ سوه ښوونځۍ دامنيت دخرابوالي له کبله د زده کوونکو پرمخ تړل سوي او شاوخوا درې لکه ماشومان په دې سره له زده کړو څخه بې برخي سوي دي. چي په دې جمله کي يو هم د کندهار ولايت دی، چي په ډيرو ولسواليو کې دا مهال دکوچنيانو پرمخ دښوونځیو دروازې تړل سوي دي، په ځانګړې ډول بيا د نجونو لپاره ډيره سخته ده چي په داسي حالاتو کي ښوونځيوته ولاړي سي.