1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د تيزاب پاشلو تورنه ډله و نيول سوه

۱۳۸۷ آذر ۵, سه‌شنبه

د کندهار چارواکي وايي لس تنه يې په هغه تور نيولي چي څه موده د مخه يې په مېرويس مېنه کي د ښځينه زده کوونکو پرمخونو باندی تيزاب شيندلي وه

https://p.dw.com/p/G202
په کندهار کي د ښوونځۍ ښحينه زده کونکيانځور: DW/Aslami

ددې موضوع په اړه آلمان ږغ راډيو د کندهار د والي د وياند زلمي ايوبي سره مرکه کړې چي ليکلې بڼه يې ستاسو مخ ته ږدو.

دويچه ويلي: ښاغلی ايوبي ويل کيږي چي په کندهار کي پوليسو هغه کسان نيولي چي څه موده د مخه يې ددې ولايت پر یوشمير ښځينه زده کوونکو باندي تيزاب پاشلي وه او سوځلي يې وې؟

ايوبي : هو دکندهار ولایت دمقام او پوليسو په ځانګړو هلوځلو سره امنيتي ارګانونه وتوانيدل چي لس تنه ددې پيښي عاملين ونيسي، هغوی په لومړنيو تحقيقاتو کي پر دې اعتراف کړی چي دښځينه زده کوونکو پرمخونو باندي دوی تيزاب شيندلي وه او دوی ته ددغه کار په مقابل کي دطالبانو لخوا پيسې ورکول کيدې.

دويچه ويلي: نيول سوو کسانو پخپلو اعترافاتو کي څه ويلي چي هغوی ولي دا کار وکړ او چاه دې کار ته هڅولي وه ؟

ايوبي : لومړنيو تحقيقاتو ښودلې چي دغه کار له سرحد څخه هاخوا پلان او طرح سوی دی او په دې برخه کي اوس هم تحقيقات دوام لري او دا چي دغو کسانو ولي پرنجونو باندي تيزاب پاشلي وه هغوی ته دهري نجلۍ پرسر شل زره پاکستانۍ کلداري د وسلوالو طالبانو لخوا ورکول سوي وې او دا خبري دوی پخپله کړي دي.

دويچه ويلي: ښاغلی ايوبي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ويلي وه کله چي دغه کسان ونيسي نو په عام محضر کي به د مرګ سزا ورکوي؟

ايوبي : هغه پلاوی چي له کابل څخه کندهار ته دهمدې موضوع د څيړني او ځينو نورو امنيتي مسايلو د څېړني او ځينو امنيتی پلانونو د جوړولو په خاطر راغلی دی نن خبريالانو ته وويل چي دغو کسانو ته به د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کي د سزا د قانون سره سم ترټولو درنه سزا ورکول کيږي «په اعدام به محکوميږي» او په دې برخه کي د زيانمنو سوو نجونو د کورنيو رضايت او دخلکو رضايت هم اړين دی، دهغوی غوښتني ته به ځانګړې پاملرنه وسي.

دويچه ويلي: داچي ددغسي پيښو مخنيوی په راتلوونکي کښي سوی وي تاسو کوم نوی پلان جوړ کړی که څنګه ؟

ايوبي: په رښتيا سره هم دغه پيښه چي په کندهار کي رامنځ ته سوه ډيره زړه بږنوونکې وه، په همدې خاطر د ولايت مقام د امنيتي ارګانونو په ملګرتيا يو پلان جوړ کړی چي د نجونو د لسو ځانګړو ليسو د زده کوونکو د تګ راتګ او په ښوونځيو کي د هغوی د امنيت ساتني لپاره به په کار واچول سي دغه کار هم دهغه پلاوی سره په ملګرتيا جوړ سوی چي له پلازمېني څخه د کورنيو چارو د وزارت او لوی څارنوالۍ په استازيتوب کندهار ته راغلی دی .