1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د انسان تښتونکو ډله نيول سوې ده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعه

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چي په روانه اونۍ کي يې د انسان تښتونکو ٧ کسيزه ډله نيولې ده او له دوى څخه ئې ٣ تنه کوچني هلکان هم ژغورلي دي.

https://p.dw.com/p/14tds
انځور: DW

د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي چي دغه انسان تښتونکي د کندهار ښار او ولسواليو په يو شمير سيمو کي فعال ول.

د نوموړي په خبره تښتونکوغوښتل چي په دې ډول د تښتول سويو کوچنيانو له کورنيو څخه لوړ مبلغ ډالر ترلاسه کړي:

«موږ ٣ تنه کوچنيان د تښتونکو له منګولو څخه ژغورلي دي او په دې تور مو٧ تنه هم نيولي دي.»

د تښتول سويو په ډله کي يو هم  د کندهار ښار د نهممي ناحيې تنکى سميع الله دئ.
نوموړى د خپل سيمي په يوه ليسه کي د ماپښين له پلوه په څلورم ټولګی کي زده کړي کوي.

سميع الله وايي له کور څخه د ښوونځی پر خوا روان وو، چي دوه تنه دده خواته نږدې راغلل او په زوره يې موټرته واچاوه.

هغه وايي په پيل کي ئې هڅه وکړه چي ځان وژغوري خو ونه توانيد:«ما غوښتل چي د موټر دروازه خلاصه کړم او ځني وتښتم لاکن دوى په چپلاخو وهلو راوګرځولم ،لاسونه او سترګي ئې را وتړلې يوې زېرخانې ته ئې کښته کړم بيا ئې په بل موټر کي کښېنولم يخي اوبه يې راکړې بيا زه په ځان نه يم پوه سوى.»

سميع الله وايي ډېر خوشحال دئ چي پوليسو له دې غم څخه وژغورئ. د تښتونکو د ډلي يو تن فعال غړى رحمت الله چي د ښوونځي له مخي ئې تنکى سميع الله تښتولی وايي، پر خپلو کړونو پښيمانه دئ که دا ځل دولت ورته بخښنه وکړي، بيا به هيڅکله دا ډول ناوړو کارونو ته لاس و نه غځوي.

د ده په خبره دا د ده له پاره لويه ازموينه ده او هيڅکله به ئې هيره نه سي:«دا سمه ده چي دا کوچنى هلک موږ تښتولى وو، لاکن هيڅکله مو زهيرکړى نه دئ او نه مو ددوى له کورنۍ سره دښمني وه، بس خداى په امتحان کي واچولو، موږ له هيچا سره دښمني نه لرو، موږ ته دي دولت بخښه وکړي.»

صراف عصمت الله چي د کوچني سميع الله اکا دئ د پوليسو له همکاريو څخه ډېرمنندوى دئ او وايي چي دې کسانو ته دي د قانون سره سم سختي سزاوي ورکړي چي نوري کورنۍ په غم اخته نه کړي:

«ماځيګر مهال وو چي له کورڅخه تليفون راغلى او د سميع لله په اړه ئې راته وويل چي تراوسه پوري له ښوونځی څخه نه دئ راغلى. زه ښوونځی ته ورغلم هغوى راته وويل سميع الله نن نه دئ راغلى، ژرمي نژدې امنيتي حوزې او نورو څانګو ته خبرورکړ او د شپې پر١٢بجې د شاه وليکوټ امنيه قومندان راته زنګ وواهه چي هلک دوى پيداکړی دئ او ورسره ئې ٣تنه تښتونکي هم نيولي دي.»

په کندهار کي تردې وړاندي هم يو شميرسړی تښتونکي نيول سوي خو په کندهار کي د چارو شننونکي او عام ښاريان وايي د بېلابېلو جرمونو مخنيوى هغه مهال ښه کيداى سي چي عدلي څانګي له مجرمانو سره قانوني چلندوکړي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل