1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي بيا ولسي وګړي وژل سي

۱۳۹۰ فروردین ۱۲, جمعه

څو ورځي وروسته له هغي چي د امريکايي سرتيرو له خوا د څو تنو افغان ولسي وګړو د وژل کيدو انځورونه خپاره سول، په کندهار کي بيا د ناتو د سرتيرو له خوا دوه تنه افغان ولسي وګړي وژل سوي. ناټو وايي دا قصدي عمل نه ؤ.

https://p.dw.com/p/REZW
« د افغانستان د جګړې ډیری قربانیان ولسي وګړي دي.»
« د افغانستان د جګړې ډیری قربانیان ولسي وګړي دي.»انځور: DW

پيښه د پنجشنبې په ورځ د بهرنيو او افغان ځواکونو يوې پوستې ته څيرمه رامنځ ته سوې. پوليسو دا پيښه تاييد کړې ده.

د مخفي پوليسو يو چارواکي سيد فضل احمد شيرزاد ويلي ، ناټو ځواکونو پر يوه موټر هغه وخت ډزي پيل کړې، کله چي د تالاشۍ پوستې ته نږدې د موټر بريکان له کاره ولویدل.

هغه وویل د ناټو ځواکونو فکر وکړ چي دا ګني کوم ځان مرګي بريد دي. هغه زياته کړه په پيښه کي دوه کسان وژل سوي، او څلور نور ټپيان شوي دي. د رپوټونو له مخه وژل سوي کسان دواړه تنکي ځوانان ول.

د ځايي روغتون یوه ډاکټر داود فرهاد رسنيو ته ويلي چي، تر اوسه روغتون ته دوه مړي او څلور زخميان وروړل سوي، دواړه وژل سوي کسان په ګوليو ويشتل سوي.

د ناټو ځواکونو په خپله يوه خبر پاڼه کي ويلي چي پر موټر يې ډزي د خپل ځان څخه د دفاع په خاطر هغه وخت پيل کړې چي د يوې پلي ګزمي درې يې ووهل. تر ډزو وروسته موټر يوې ويالې ته ولويد چي په نتيجه کي يې په موټر کي سپاره درې کسان وژل سوي او دوه نور پکښي زخميان سوي.

خبر پاڼه زياتوي چي د پيښي په هکله تراوسه څيړني رواني دي، دا پيښه په يوه حساسه منطقه کي رامنځ ته سوې.

په دې وروستيو کي امريکايانو خپل نور ځواکونه کندهار ته استولي ترڅو دهغه ولایت په شا او خوا ولسوالیو کي له طالبانو څخه کنترول بیرته تر لاسه کړي.

دا پيښه يوازي څو روځي وروسته له هغه رامنځ ته کيږي چي په افغانستان کي د امريکايي سرتيرو له خوا د څو تنو ولسي افغانانو د وژلو انځورنه په رسنيو کي خپاره سول.

وژونکی امريکايي سرتيری تيره اونۍ د يوې محکمې له خوا په 24 کالو بند محکوم سو.

د ولسي وګړو مرګ ژوبلي د افغان حکومت اړيکي د لويديځو متحدينو سره د تاوتريخوالي سرحد ته رسولي او ډيری افغان يې په غوصه کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په يوي وروستۍ وينا کي په خپل هيواد کي د نړيوالو سرتيرو له خوا د بېګناه ولسي وګړو وژل وغندل او هغه يې د بشري ارزښتونو خلاف عمل وګانه.

د بشري حقونو سازمانونو او ملګرو ملتو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو د زياتيدو په هکله انديښنه ښودلې ده.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکي:عبدالباري حکيم