1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار ښار کې د بیا رغاونې کارونه پر مخ روان دي

محمد ابراهیم سپیڅلی/ کندهار۱۳۹۲ شهریور ۲۵, دوشنبه

دکندهارښار په بېلا بېلو برخو کې د ١٤ميلیونه او پنځه سوه زره افغانيو په لګښت د بیا رغاونې یو شمیر پروژې بشپړې شوي دي او پر يو شمير نورو باندې کارروان دى. خو کندهاریان دغه پروژې نیمگړې بولي او د منظم کار غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/19i2U
انځور: DW

د کندهار ښاروالۍ رياست چارواکي وايي چې په تېر يونيم کال کې يې د ټول ښار په کچه ٣٠ کيلو متره لښتيان په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي دي. د چارواکو په وینا د دې ترڅنګ يې په اوسني وخت کې د ښار په بېلا بيلو برخو کې پر ٨ کيلومتره نورو لښتيانو د بيارغونې کار پیل کړى دى، خو ښاريان يې کار اساسي نه ګڼي او په دې اړه د منظم کار غوښتنه کوي.

د کندهار ښاروالۍ د رسنيو مسؤل زمرى څرګند، وايي چې دوى په هغو ناحيو کې د لښتيانو(چرۍ) پخولو چاري ترسره کړي دي او يا يې د بيا رغوني کارونه روان دي، چې هلته کورونه قبالې لري.

د څرګند په خبره، دوى هيڅکله د ښار په هغو سيمو کې د بيا رغاوني کارونه نه کوي، چې اوسيدونکي يې د کورونو کلني باقيات او ماليات د ښاروالۍ رياست ته نه تحويلوي:

«زموږ له خوا په يو شمېر ناحيو کي همدا اوس د لښتيانو پخولو کار روان دی چې پرې ۱۴۵ لکه افغانۍ لګښت راځي، خو موږ په هغو سيمو کې خپل کارونه په لېوالتيا سره سرته رسوو، چي د سيمې خلک له موږ سره همکاري وکړي.»

نوموړي د کندهار له ښاريانو وغوښتل، چي په دې اړه ورسره مرسته وکړي او د خپلو کورونو او هټيو د صفايې مالیات پر وخت ښاروالۍ ته وسپاري. د څرګند په وينا، همدا د ښاريانو د تحويلۍ پيسې بيرته د دوى په عامه خدماتو لګول کېږي.

زمرى څرګند زياتوي، که چېرې د کندهار ښاريان خپل ماليات او د صفايي مالیات پرټاکلي وخت تحويل کړي، نو دوى به هم د ښاريانو د هوسايي له پاره خپل کارونه نور هم ګړندي کړي. د هغه په وینا د لښتيانو او سړکونو ترڅنګ به د تاريخي اماکینو جوړولو ته هم ملا وتړي:

«که د خلکو همکاري راسره وي، موږ نه يوازې د ښار لښتيان، سړکونه او پارکونه رغوو، بلکې ترڅنګ يې تاريخي اماکینو ته هم پام اړوو او اوس مو هم يو شمېر تاريخي ځايونه په پلان کې نيولي دي.»

خو د کندهار ښاريان بيا وايي چې د ښار په ناحيو کې لښتيان د لاس په لاس پروژو له مخي ډېر بې کيفيته جوړ سوي دي او ډېر داسي چرۍ يې ليدلي دي، چي تر جوړېدو وروسته په ډېر لږ وخت کې له منځه تللي دي.

ښاريان وايي دولت ته په کار ده، چې نه يوازې اساسي لښتيان ورغوي، بلکې ترڅنګ يې پاکۍ ته هم پاملرنه وسي:

«د ښار لښتيان داسي دي، چي يو باران وسي، د اوبو سره سم لښتيان هم ولاړ سي او بيا اوبه پر سړکونو بهيږي. موږ د ښاروالۍ څخه هيله کوو، چي ټول لښتيان په معياري بڼه جوړ کړي او پاک يې وساتي.»

خو د ښاروالۍ چارواکي بيا وايي، دوى د کندهار ښار په هره ناحيه کي، چې د بيا رغاوني پروژې سرته رسوي، د ناحيو د وکيلانو تر څارنه لاندې يې عملي کوي.

زمرى څرګند وايي، د هرې ناحيې خلکو ته په کار ده، چې په هماغه سيمه کي د بيا رغنيزو پروژو په خپله نظارت وکړي او ټولې چارې يوازې د ښاروالۍ پر غاړه ور وا نه چوي:

«داسمه ده، چې ځيني کارونه به نيمګړي وي، خو موږ په هره ناحيه کې د هماغه ناحيې د وکيلانو په خوښه کارونه پيلوو، د سيمې خلکو ته په کار ده چې له پروژو څخه خپله نظارت وکړي او موږ ته هم معلومات راکړي. »

کندهارښاروالۍ په داسي حال کي د ښار دلښتيانو د پخېدو خبره کوي، چي په دې وروستيو کې د کندهار ښار د ناحیو شمیر له لسو ناحيو څخه پنځلسو ته لوړ سو ى دى.