په کندهار پوهنتون کې د شپږو میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې پلي کیږي
۱۳۹۱ اسفند ۱۱, جمعه
د افغانستان د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد، په کندهار ولایت کې خبريالانو ته وويل چې دغه ودانۍ به په یوه کال کې بشپړې شي. هغه همداراز ژمنه وکړه چې چې د نوي هجري لمريز کال له پاره د کندهار له پاره د لوړو زده کړو د وزارت په بودجه کې درې میلیونه امريکايي ډالر بېل شوي. د وزیر په خبره په دغو پیسو به د کندهار د پوهنتون له پاره یو ایدیتوریم او د یو شمیر پوهنځیو له پاره نوې ودانۍ جوړې شي.
وزیر دا خبره ومنله چې د لوړو زده کړو په برخه کې په تیرو کلونو کې کندهار ته ډیره پاملرنه نه ده شوې او له همدې کبله به په راتلونکو کلونو کې دې هیواد ته ډیر پاملرنه وشي. هغه وویل چې په راتلونکې هجري شمسي کال کې به په کندهار ولایت کې د افغانستان په کچه د کرهنې او مالدارۍ د یوه لوی پوهنتون د جوړیدو چارې هم پيل شي. ويل کېږي چې دغه پوهنتون به په نزدې پنځه زره جريبه ځمکه کې د کندهار ښار په ترنک فارم سيمه کې جوړ شي.
د کندهار پوهنتون محصلين په دې خبره ډیر خوښ دي چې اوس د دوى پوهنتون ته د پخوا په پرتله ډیره پاملرنه کیږي. اوس مهال په دغه پوهنتون کې نزدې ۶۰۰۰ محصلين دوه وخته په اوو پوهنځيو کي په زده کړو بوخت دي، چې ډېره کمه سلنه يې نجوني دي.
د کندهار والي توريالي ويسا وويل چې اوس په دغه ولايت کې امنيت ټینګ شوی دی او په کار ده چي دغه ولايت ته په پوهنيزه برخه کي ډېره پاملرنه وشي. والي وویل چې هیله لري چې په کندهار کې به د کرهنې پوهنتون تر څنګ د سيمې د هيوادونو په کچه د اسلامي زده کړو یو پوهنتون هم جوړ شي.
ویسا ټینګار وکړ چې په کندهار کې د اسلامي پوهنتون جوړیدل د افغانستان له امنیت سره هم مرسته کوي، ځکه د هغه پ خبره له دې سره به افغانان ګاونډیو هیوادونو ته د دیني زده کړو له پاره نه ورځي.