1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په (کندهار ادبي دربار) کي بيا د ادب نغری تود دی

۱۳۸۹ اسفند ۳, سه‌شنبه

درنو دوستانو دويچه ويله المان ږغ پښتو ويب پاڼي پتېيلې ده چي په افغانستان کي په نوبت سره ټولي فرهنگي ټولني، ليکوالان، شاعران او اديبان در وپيژني او دغه راز به په هيواد کي دننه او د باندي د فرهنگي هڅي په اړه معلومات درکوي.

https://p.dw.com/p/R33t
کندهار ادبي دربار
کندهار ادبي دربارانځور: Hekmatullah Aslami

ددې لړۍ په لومړۍ کړۍ به د کندهار ادبي دربار در و پيژنو.

( کندهار ادبي دربار ) چي په سيمه کي د ټولو فرهنګيانو او خبريالانو ګډ کور بلل کيږي، له زيات و کم درو نيمو پيړيو مخکي ( کندهار ادبي دربار) د علمي ـ ادبي ځنځير وروستۍ او معاصره کړئ ده.

په ۱۱۴۰ هجري قمري کال کي پر کندهار د حاجي ميرويس خان نيکه د زوی شاه حسين هوتک د واکمنۍ پر مهال، په نارنج ماڼۍ کي دې پر پښتو او ادب مين زلمي پاچا و، ادبي دربار جوړ کړی و، چي هر وخت به يې هلته اونيزي مشاعرې او ادبي بانډارونه جوړول.

د هغه وخت د ادبي دربار د فعاليتونو څخه موږ تاسو ته د پښتو تر ټولو مشهور او يوازنی کتاب پټه خزانه راپاته ده.

اوسنی( کندهار ادبي دربار) د افغانستان د تاريخي – فرهنګي برم د بيا را ژوندي کيدو په موخه په ۱۳۸۸ کال کي جوړ او دغه فعاليتونه پکښي تر سره کيږي:

۱ـ روهي ادبي بهير.

Literatur Forum in Kandahar Afghanistan Flash-Galerie
انځور: Hekmatullah Aslami

روهي ادبي بهير په کندهار کي د خپلواکو فرهنګي ټولنو يوه ګډه هسته ده، چي شاو خوا د شپږو کلونو را په ديخوا په کندهار کي، اونيزي فرهنګي غونډي، مشاعرې، ياد غونډي او نورو مناسبتونو په اړه بلا ناغه هره پنجشنه غونډي کوي او د کندهار تر څنګ د سويل لويديځي حوزې ليکوال او شاعران هم پکښي برخه اخلي.

نوموړي بهير د زياتو روڼآندو او نظر خاوندانو په وينا د يوه پوهنځي حيثيت لري، چي د شعري اصولو، کره کتني، نثر ليکني او لنډي کيسي د اساساتو او محتوا په پوهاوي کي د ځوانانو تجربي پخوي.

Literaturforum in Kandahar Afghanistan Flash-Galerie
انځور: DW

تر دې د مخه هم په کندهار کي ( رشاد ادبي بهير ) موجود و چي کندهار ميشتي شاعران او ليکوال پکښي راغونډيدل او د نظرياتو اظهار او تبادله يي کوله.

۲ـ بينوا فرهنګي ټولنه.

بينوا فرهنګي ټولنه لومړنۍ خپلواکه ټولنه ده، چي د تيرو دوولسو کلونو را په دې خوا په کندهار کي فرهنګي خدمتونه کوي هم د( کندهار ادبي دربار) په تعمير کي ځای لري او همدارنګه د روهي ادبي بهير په سمبالتيا او امکاناتو په برابرولو کي اساسي ونډه لري.

نوموړي ټولني پښتو او پښتني فرهنګ ته د بيلا بيلو هڅو تر څنګ په کندهار کي زيات شمير ځوانانو ته د ذهني روښانتيا، زده کړي ته د هڅوني او ادبي ډګرونو کي د فعاليت لاري خلاصي کړي دي.

Literaturforum in Kandahar Afghanistan Flash-Galerie
انځور: DW

بينوا فرهنګي ټولني په خپل دوولس کلن يون کي اووه ديرش ګڼي ښکلا مجله او شپږ ديرش بيلا بيل سرليکونه کتابونه چاپ او د مينه والو ذوقونه يي پرې خړوب کړي دي، همدارنګه يې د بيلابيلو ملي ورځو او څيرو په وياړ د غونډو جوړولو تر څنګ يې د افغانستان او نړۍ له ليکوالو او همفکره شخصيتونو سره خپلي اړيکي ټينګي ساتلي دي.

۳- بينوا کتابتون.

بينوا کتابتون هم د ( کندهار ادبي دربار) او روهي ادبي بهير د ګډونوالو پر مخ خلاص کتابتون دی، چي د بيلا بيلو موضوعاتو زيات شمير کتابونه پکښي ځای پر ځای سوي دي. دا لومړنی ازاد کتابتون دي چي د بينوا فرهنګي ټولني په چوکاټ کي د تيرو دوولسو کلونو را په ديخوا د فرهنګ مينو پر مخ پرانيستی دی.

۴ ـ ښکلا مجله.

ښکلا مجله د بينوا فرهنګي ټولني خپرنيز ارګان دی چي د اوو کلونو راهيسي پکښي د افغانستان او نړۍ د ليکوالو ليکني، مرکي، نظرونه، شعرونه او ژباړي خپريږي.

Literaturforum in Kandahar Afghanistan Flash-Galerie
انځور: DW

ښکلا مجله د افغانستان په مطبوعاتو کي يو خاص او بيل نوم لري چي پر افغاستان سربيره زياتو بهرنيو هيوادونو ته هم استول کيږي او په څه د پاسه پنځلسو بهرنيو هيوادونو کي استازي او د تر لاسه کيدو پتي لري.

ښکلا مجلي د ادبي، علمي او سياسي څيړنو او تحليلونو په ترڅ کي په خپله غيږ کي ټولو هغه ملي او افغاني ارامانونو ته ځای ورکړی، چي د افغانستان او افغان انسان د‌ژغورني، ذهني کچي د لوړوني او په افغانستان کي د باثباته ادارې په رامنځته کولو کي رغنده رول ادا کولای سي.

کندهارادبي دربار، د ټولو فرهنګيانو، خبريالانو او فرهنګ مينو د راټوليدو ځای دی، چي هره ورځ د دوی تر منځ پکښي پر بيلا بيلو علمي، هنري او ټولنيزو مسايلو تاوده بحثونه کيږي او د دي تر څنګ له نورو سيمو او هيوادونو څخه کندهار ته د راتلونکو فرهنګي ميلمنو د دمي ځای هم دی.

کندهار ادبي دربار، د خپل پيل راهيسي د بيلابيلو روزنيزو کورسونو کوربه پاته سوی او زياتو ځوانانو ته په بيلابيلو برخو لکه، نبوي سيرت، شعر پيژندنه ، ژورناليزم او موسيقۍ کي مسلکي روزنه ورکړي، چي ټولټال برخه اخيستونکي يي شا و خوا نيوي تنو ته رسيږي.

غزت الله اميد/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل