په کندز کې د هاوان مرمۍ څلور ماشومان وژلي
۱۳۹۶ فروردین ۲۲, سهشنبهد پولیسو ویاند محافظ الله اکبري، ویلي دي چې په پیښه کې اووه نور ماشومان ټپیان شوي هم دي. چاودنه د دوشنبې په ورځ د چهاردرې ولسوالۍ په قصابان کلي کې رامنځ ته شوې ده.
طالبان د کندز ولایت به چهاردره ولسوالۍ کې پیاوړۍ حضور لري.
د ماينونو په پاکولو په برخه کې د افغان حکومت د همغږي مرکز ویلي دي چې په کندز ولایت کې د اوږدې جګړې له کبله ډیر ناچاودیدلي مواد په کلیو او بانډو کې پاتې دي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۶م کال کې په افغانستان کې په چاودیدونکو موادو سره د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې ده. دې سازمان له ۲۰۰۹م کال راهیسې د ملکي تلفاتو د ثبتولو بهیر پیل کړی دی.
په جنوري میاشت کې په یوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې د ناچادیدلو موادو ډیر قربانیان ماشومان دي.
یوازې تیر کال په دغه شان پیښو کې ۲۰۱۷ کسان وژل شوي او ۵۰۷ نور ټپیان شوي دي. دا د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۶۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
زموږ له ارشيف څخه: