په کندز کې دوه تنه پولیس وژل شوي دي
۱۳۹۱ دی ۲۰, چهارشنبهاعلان
افغان امنیتي چارواکو ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې وسلوالو کسانو دوه تنه سیمه ییز چارواکي وژلي دي.
د کندز ولایت د امنیې قوماندان غلام محمد، ویلي دي چې د دغه ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د توقیفخانې قوماندان عبدالسلام، او محافظ یې د سه شنبې په ورځ د وسلوالو کسانو له خوا وژل سوي دي.
د غلام محمد په خبره په یوه بل برید کې هم د حکومت پلوو ملیشو یو تن قوماندان وژل شوی دی.