1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کندز کې جګړې ډيري کورنۍ تیښتي ته اړي کړي

۱۳۹۵ مهر ۱۵, پنجشنبه

د کندز ډېر اوسیدونکي د طالبانو او حکومت تر منځ له جګړې څخه د ځان ساتلو په موخه دغه ښار پریږدي. د کندز ښار په څنډو کې اوس هم د افغان حکومت او طالب یاغیانو تر منځ جګړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/2QwVs
Afghanistan Flüchtlingslager
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

په کندز کې روانې جګړې د تیر کال د سانریو د تکرار امکانات رامنځ ته کړي دي. دغه ښار تیر کال د لنډې مودې له پاره د طالبانو لاس ته ولوېد. طالبانو تیر کال د درو ورځو له پاره د کندز ښار کنترول په لاس کې لاره او شاوخوا درې اوونۍ یې د افغان او امریکایي ځواکونو پر وړاندي مقاومت وکړ.

دا ځل طالبانو یووار بیا له څو اړخونو څخه پر کندز ښار باندې بریدونه پیل کړي دي. د کندز ولایت د امنیې قوماندان قسیم جنګل باغ، وویل چې اوس طالب جنګیالي د کندز ښار له سویلې برخې څخه پر شا تمبول شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې د تیرې شپې په جګړو کې یو افغان سرتیری وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي.

د کندز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي، روښانه کړې ده چې تیره شپه [د پنجشنبې شپه] د ښار په ختیځې او لویدیځې برخه کې جګړې روانې وې. هغه ټینګار کړی دی چې د څښاک اوبو او خوراکي توکو کمښت د دې لامل کیږي چې ډیر خلک له کندز څخه وتښتي.

په افغانستان کې د میشتوامریکایي ځواکونو ویاند چارلز کلیولند، د پنجشنبې په ورځ وویل چې اوس افغان کوماندويي ځواکونه په ښار کې د طالبانو د منزوي شویو ډلو د ځپلو په حال کې دي.

د کندز ښار پر روغتون چې د جګړې په لومړی کرښه کې پروت دی، د چهارشنبې په ورځ یو توغندی هم ولګید چې له کبله یې ځینې برخې ویجاړه شوي دي. د روغتون مشري مرضيې سلام یفتلی، وویل چې په روغتون کې د جګړې له پیلیدو راهیسې ۲۱۰ ټپیان بستر شوي دي چې له ډلې څخه یې دوه تنه وژل شوي هم دي.

د کندز ښار د کډوالو ادارې یوه چارواکي مرتضی همدرد، ویلي دي چې له چهارشنبې ورځې راهیسې ۱۲۰۰ کسان له کندز څخه ګاونډي ولایت تخار ته تښتېدلي دي.

همدرد له دغو کسانو سره د بيړنیو مرستو غوښتنه وکړه او ویې ویل: «د هغوی له ډلې څخه ډیر یې د ښوونځیو په ودانیو او د خپلوانو په کورونو کې میشت دي.»

د کندز ښار د تیر کال د سقوط انځورونه او نور مطالب دلته وګورئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب