1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کليفورنیا کې د بنگو بوټي استعمال قانوي شو

۱۳۹۶ دی ۱۲, سه‌شنبه

د کليفورنیا ایالت چارواکو له نوي کاله د ماريجوانا یا بنګو بوټي استعمال قانوني اعلان کړ. اوس نو تر۲۱ کلنۍ لوړ د لوړ سن کسان کولای شي چې ۲۸ ګرامه مريجوانا له ځان سره ولري او په کور کې تر شپږو پورې د بنګو بوټي وکري.

https://p.dw.com/p/2qEb4
Raucher
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

کليفورنیا شل کاله وړاندي د امریکا متحدو ایالاتو لومړی ایالت وو چې د طبي اهدافو له پاره یې د ماريجوانا خرڅلاو قانوني اعلان کړ. دې ایالت د دوشنبې په ورځ تر۲۱ کلنۍ د لوړ سن لرونکو کسانو له پاره د ماريجوانا يا بنگو بټو استعمال قانوني کړ.

کليفورنیا د امریکا متحدو ایالاتو شپږم ایالت دی چې د ماريجوانا استعمال قانوني کوي. تر دې مخکې واشنګټن ډي سي هم په ډسمبر میاشت کې دغه شان پریکړه کړې وه.

خو د دې موضوع له پاره د قوانینو جوړولو تر یوه کاله ډیر وخت ونیو چې د مالیاتو او وړاندي کولو له پاره قوانین او سیستمونه رامنځ ته شي.

آن دوشنبې په ورځ د کليفورنیا اوسیدونکو په سختۍ سره داسې ځایونه چې ماريجوانا ترې رانیسي، موندل. یوازې ۹۰ پلورنځایونو ته دولتي جواز ورکړل شوی دی.

د کليفورنیا په دوو لویو ښارونو لاس انجلس او سن فرانسسکو کې به په قانوني توگه ماريجوانا ته سمدستي لاس رسی ستونزمن وي، ځکه تر اوسه پوري لا ځایي قوانین نه دي رامنځ ته شوي چې له مخې یې پلورونکو ته جوازونه ورکړل شي.

کلفورنیا نزدې ۴۰ میلیونه اوسیدونکي لري. له دې سره نو دغه سیمه په ټوله نړۍ کې د ماريجوانا (بنگو بوټو) له پاره په تر ټولو لوی قانوني مارکیټ باندي بدل شوی. تمه کیږي چې دغه مارکیټ به د مالیاتو له لاري د دولت له پاره شاوخوا یو میلیارد ډالر عاید ولري.

AG(M.J/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: