1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کشمیرکی څه تيریږی؟

۱۳۸۹ مهر ۲۹, پنجشنبه

د کشمير سيمه په تيرو اونيو کي د سختو خونړيو پيښو شاهده ده. جلاغوښتونکي د هند او پاکستان ترمنځ له ويشل شوي سيمي څخه د پردي سرتيرو د وتلوغوښتنه کوي. د چين اوهند سيالي بله ننګونه ده چي سيمه يي له ګواښ سره مخامخ کړي

https://p.dw.com/p/PkNn
کشميری ښځي د زور زياتو پر ضد احتجاج کوی
کشميری ښځي د زور زياتو پر ضد احتجاج کویانځور: AP

په سرينګر کي په قهرشوي خلک د سړک پرسر مظاهري کوي اودهغوي مخکښان ناري کوي: «مونږ څه شي غواړو؟»، اوبيا د مظاهره کونکو غږونه پورته کيږي: « آزادي. ازادي...»

د دوي مطلب له هندوستان څخه بيلتون دي.

دا تير شوي اوړي دکشمير دسيمي له ټولو څخه خونړي اوړي وو ځکه چي د جون په مياشت کي يو ځوانکي وژل شوي وو چي ويل کيدل هندوستاني امنيتي ځواکونو وژلي دي . وروسته له هغه د خلکو قهر او غوصه راوپاريده، په تيره بيا ځوانانو په الوګولو لاس پوري کړ. يو ځوانکي وايي: «فکر وکړۍ يو څوک غواړي چي له خپله کوره ووزي هندوستاني امنيتي ځواکونه يي دروي، او وهي يي .دا به نور څنګه شي؟»

داځوانان چي په وروستيو شلوکلونوکي لوي شويدي ډيري نا ناخوالي يي ليدلي دي. د خپلو ميندو اوپلرونو او نورو کسانو وژل کيدل دوي په خپلو سترګو ليدلي. يوازي په تيرو څو مياشتوکي څه ناڅه سل کسه د هندوستاني کشمير په سيمه کي مړه شويدي.

له ۶۰ کالوراهيسي دي پوښتني ته چا ځواب نه موندلي: کشمير چي ډيري وګړي يي مسلمانان دي په چا پوري اړه لري په هندوستان ؟ پاکستان ؟ اوکه پخپله په کشميريانوپوري ؟

خو دهندوستان د حکومت لپاره داپوښتنه هيڅ نشته دوي وايي چي کشمير په هندوستان پوري اړه لري. پاکستان هم همدا ادعا لري.

د کشمير کارپوه او ژورنالست شجاعت بخاري وايي: « که چيري تاسي له يو کشميري ځوانکي څخه چي د تيږو وارولو په احتجاج کي لاس لري پوښتنه وکړي چي هغه څه غواړي، همدا خبره کوي چي آزادي. د هند صدراعظم مانموهن سنګ بايد دي خلکو ته لاس اوږد کړي. د کار او پرمختګ لپاره دي ورته شرايط برابر کړي، د سيمي په اقنصادي ودي کي زيار وباسي.»

ويل کيږي پاکستان د هند تر واکمني لاندي په کشمير کي له زور پالونکي څخه ملاتړ کوي. . او ښايي اوس زياته پټه خبره نه وي چي کشميري تروريستان په پاکستان کي روزل کيږي اوبيرته کشميرته استول کيږي د کشمير دچارو کارپوه او خبريال سجاد بخاري پدي اړه وايي:

« دا يوه سياسي لانجه ده دلته دپاکستان اودهندوستان د ګټو خبره مطرح ده. هندوستان به يو سانتي مترهم شاته لاړ نشي او پاکستان به دکشمير په مسأله کي له خپل خود اراديت نه صرف نظرونکړي .خوپه عين وخت کي خلک د دي لانجي حل غواړي.»

دهندوستان او دپاکستان تر منځ دنژدي کيدو هڅي په ډيراحتياط سره شويدي خو نورکوم پر مختګ ندي شوي .

پرو فيسور راجا موهن د بهرنيو چارو کارپوه او ژورناليست پدي اړه وايي:

«فعلا د پاکستان وضعه ډيره خرابه ده علت يي يوازي سيلاب ندي ، بلکه ملکي حکومت يي هم ستونزي لري. پوځيانو ډير قدرت ترلاسه کړي، نو په پاکستان کي داسي مرجع چي سړي خبري ورسره وکړي نشته. معني دا چي زه اوس د حل سمدلاسه لاره نه وينم.»

دپاکستان نه سربيره هندوستان له ولسي چين سره هم ګډه پوله لري دغه دواړه په اصطلاح اقتصادي «د يوان» سره مخامخ ولاړ دي. د هغو له ډلي څخه يو بيخي ويښ او بل يي د ويښيدوپه حال کي دي. دهندوستان اوچين ترمنځ اقتصادي اړيکي، اودهغه په څنګ کي سياسي لانجي مخ په ډيريدو دي .

کيوستنر/ رحيله اميري

کتونکي: عبدالباري حکيم