په کربلا کي يو افغان وژل سوی دی
۱۳۹۱ دی ۲۸, پنجشنبهاعلان
په عراق کښي پر شیعه زیارت کوونکو باندي د یوې بمي چاودني په نتیجه کښي یو افغان وژل سوی دی. پولیسو رپوټ ورکړی دی چي د کربلا څخه ۱۰ کیلومتره لیري جنوب ته، د بس په تم ځای کښي د افغاني زیارت کوونکو د یوه ګروپ څنګ ته په یوه موټر کښي بم چاودلی دی. ۱۶ نور کسان ټپيان سوي دي. پر دې سربیره د بغداد په جنوب کښي واقع د ال حلأ په ښار کښي د فټبال د میدان څنګ ته یو موټربم چاولی دی. د پولیسو په حواله په دغه پيښه کښي دوه کسان وژل سوي او ۱۰ نور ټپيان سوي دي.