1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کراچی کي ۲۵۰ پوليسو ته زهر وکړل سوي دي

۱۳۹۱ مهر ۳, دوشنبه

په کراچی کي په سوونو پوليس د بېهوښۍ په حال روغتون ته رسول سوي دي. د چارواکو په خبره دغو پوليسو ته په ډوډۍ کي زهر ورکول سوي دي.

https://p.dw.com/p/16DOE
انځور: Qurratulain Zaman

د پاکستاني چارواکو په خبره د كراچۍ د پوليسو په روزنيز مركز كي د نامعلومو كسانو له خوا پوليسو ته زهر وركول سوي دي او نزدې ۲۵۰ تنه د بېهوښۍ په حال كي روغتون ته رسول سوي دي.

د كراچۍ د پوليسو مشر فياض لغاري ويلي دي، چي که څه هم د ډېرو كسانو حالت ښه نه دئ خو، په پېښه كې يو تن هم نه دئ وژل سوى. دی وايي چي د دغه مركز پخلنځاى ئې تړلى دئ او څېړني رواني دي.

د دغه ښار د جناح روغتون يو ډاکټر وايي، چي دوه سوه څلور څلوېښت تنه پوليس روغتون ته وروړل سوي دي، چې په هغوی کي سل تنه ئې تر لومړۍ درملني وروسته له روغتون څخه ايستل سوي دي خو پاته نور اوس هم بستردي.

د دغه ډاكټر په خبره، د لسو څخه تر پنځلسو کسانو پوري روغتيايي حالت ښه نه دئ.

د دغه روزنيز مرکز پوليس وايي، چي د شپې له ډوډۍ او سهار تر ناشتې وروسته لږ لږ په ځان پوهېدل چي يو څه ورباندي سوي دي، خو كله چي روغتون ته ورسول سول نو خبر سول چي زهر ورکول سوي دي.

يو بل تن پوليس چي په روغتون کي بې سېکه پروت وو ويلي دي چي په خوړو کي ئې د نور شيانو تر څنگ هگۍ هم وركړې وې. دی وايي، کله چي مي ډوډۍ وخوړله نو په خېټه كي مي درد پيدا سو:

«کله چي مو درد ډير سو لومړی ئې هلته نزدې روغتون ته ورسولو، خو كله چي د ناروغانو شمېر پر ډيرېدو سو، نو ټول ئې جناح روغتون ته راوړلو.»

په كراچۍ كي يو سیمه ييز خبريال ظفركريمي د تليفون پر ليکه په سيمه کي د دويچه ويله پښتو ويبپاڼي خبريال ته وويل، چي په کراچۍ کي د خرابو اوبو او زهرجنو شرابو له امله خلگ خپل ژوند له لاسه وركوي، خو دا لومړى ځل دئ چي دا ډول پېښه رامنځته كېږي چې پوليسو ته زهر وركول كېږي.

که څه هم پاكستاني چارواكو تر اوسه پوري د پيښي پړه د چا پرغاړه نه ده ور اچولې، خو په پاکستان کي ډيری وخت د پوليسو پر روزنيزو مرکزونو باندي د بمي او ځانمرگو بريدونو پړه وسله وال طالبان پر غاړه اخلي.

حبيب الرحمن تاثير/کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل