په کراچي کښي سختي ناآرامۍ رامنځته سوي دي
۱۳۸۹ شهریور ۲۶, جمعهتر هغه وروسته چي د متحده قومي MQM په نامه حزب نن جمعه ددغه حزب د مؤسسنو عمران فاروق د وژل کيدو له کبله دلسو ورځو دپاره د غم او وير د مراسمو اعلان وکی ، نو کثره ښاري سرويسانو او بسان د حرکته ولويدل .
دغه 50 کلن پاکستاني سياستمدار پرون پنجشنبه د انګلستان په پايتخت لندن کښي د خپل کور مخته د نامعلومو کسانو لخوا ووژل سو . دا معلومه نده ، چي آيا دغه قتل سياسي انګېزه درلودل او که څنګه .
فاروق چي دوه کاله دمخه يې د سياست څخه لاس اخيستی ؤ، لس کاله مخکي يې په انګلستان کښي پناهندګي ورکړې وه . د هغه دمخه فاروق 7 کاله د پاکستاني پوليسو څخه په تښته کښي ؤ، چي ورباندي د قتل او نورو جنايتو تور لګيدلی ؤ . خو ده هميشه دغه تورونه ردول .
که څه هم فاروق د متحده قومي MQM په حزب کښي نور عمده رول نه بازي کاوه ،ولي بياهم کيدای سي چي دده وژنه په کراچي کښي د تشدد سبب وګرزي .
ددغه حزب د يوه مهم کس د وژل کيدو له کبله په تيرو مياشتو کښي هم سختي ناآرامۍ رامنځته سوې او تر سلو اضافه انسانان پکښي ووژل سول . د اسلام آباد حکومت د هغه د وژل کيدو مسؤليت پر طالبانو او د پاکستان د سپاه شباب پر تندلارو باندي ورواچولی ؤ .
آژانسونه :محمد قاسم نوري
کتونکی : عبدالباری حکيم