په کراچي کي چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۱ اسفند ۱۴, دوشنبهد پاکستاني چارواکو په خبره د مړو تعداد کيدای سي نور هم لوړ سي، ځکه چي د ډيرو ټپي سوو کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ. د نړېدلو کورونو تر خاور لاندي کيدای سي نور مړي هم پيدا سي.
دغه پياوړې چاودنه په کراچي کي په هغه سيمه کي رامنځ ته سوې ده چي شيعه مسلمانان پکښې ژوند کوي. ويل کيږي تر چاودني وروسته په دغه سيمه کي په اپارتمانونو کي اور هم لگېدلی دئ.
تر ۱۰۰ کيلو زيات چاودېدونکي مواد
د کراچۍ د پوليسو د يوه وياند د معلوماتو له مخي، دغه چاودنه د يوه موټر په ذريعه رامنځ ته سوې ده چي په خبره ئې ۱۰۰ کيلوگرامه چاودېدونکي مواد پکښي ځای پر ځای سوي ول.
د پاکستان لومړي وزير راجه پرويز اشرف چي پخپله هم د چاودني پرمهال په بندري ښار کراچي کي وو د پيښي د پلټني لارښوونه ئې کړې ده. د چاودني پړه تراوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستې.
د پاکستان پر لږکيو شيعه گانو باندي څو واري دغه ډول خونړي يرغلونه ترسره سوي دي. او پړه ئې په دغه هيواد کي افراطي ډلو پرغاړه اخيستې ده. د پاکستان د ۱۸۰ ميليونه نفوس ۲۰ سلنه شيعه مسلمانان دي.
پياوړې چاودنه
د پاکستان په تجارتي ښار کراچۍ کي نزدې ۱۸ ميليونه انسانان ژوند کوي. پروسږ کال په دغه ښار کي سختي خونړۍ پيښي رامنځ ته سوي وې.
په دغه هيواد کي د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخه په کراچي کي يوازي پروسږکال د تاوتريخوالي په پيښو کي نزدې ۳۰۰۰ انسان وژل سوي دي.
ويل کيږي چي د يکشنبې د ماښام چاودنه په تيرو درو کلونو کي د ترسره سوو چاودنو په پرتله بې ساره وه.
په دغه هيواد کي د ډيرو چاودنو او يرغلونو پړه څو اوونۍ د مخه د «لشکر جنگوي» تروريستي ډلي پرغاړه واخيسته. د روان کال له شروع راهيسي په هغو يرغلونو کي چي دغي ډلي ترسره کړي دي نزدې ۲۰۰ انسانان وژل سوي دي.