1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کراچي کي اوس هم جگړه روانه ده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

د پاکستان په ستر تجارتي او بندري ښار کراچي کي د تيرو درو ورځو راهيسي له نا معلومو وسله والو سره جگړه روانه ده. ددغه ښار د پوليسو په خبره په دې جگړه کي تر اوسه پوري ۲۹ کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/14mtf
انځور: DW/Raffat Saeed

د كراچي ښار په لياري سيمه کي د ناڅرګنده وسله والو او پوليسو ترمنځ له تېرو څو ورځو راهيسي په روانه جګړه كې د څلورو پوليسو افسرانو او پنځو پوليسو د وژل كېدو او ټپي كېدو په ګدون په لسونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ويل کيږي، چي په دې سیمه کي د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکو غورځنگ يو شمېر مشران اوسيږي او دغه سيمه ټوله په بلوڅانو پوري اړه لري.

كه څه هم چي په ياده سيمه كي له څلورو ورځو راهيسي د پاكستاني امنيتي ځواكونو له لوري عمليات روان دي او ډيرى شكمن كسان نيول سوي دي، خو په تيرو اته څلوېښت ساعتونو کي د پوليسو د يو مشر فواد خان په ګډون پنځه ويشت تنه وژل سوي دي او يو شمېر نور ټپيان سوي دي.

د پاكستاني پوليسو په خبره په سيمه كي ئې د وسله والو كسانو پرضد بېړني عمليات پيل كړي دي، چي ډېر ژر به سيمه د دوى له شره څخه خلاصه كړي.

په كراچي كي دغي پيښي سخت مشکلات پيښ کړي دي، که څه هم چي پوليسو د سندهـ ايالت له نورو ښارونو څخه ډير پوليس د مرستي له پاره راغوښتي دي. ولي دغه جگړه نوره هم دوده سوې او د ختمېدو څرک ئې نه ښکاري.

خو د كراچۍ د پوليسو مشر چودهري اسلم په خبره، پوليس ډېر له احتياط څخه كار اخلي، ځكه چي په سيمه کي بې گناه خلک سته. هغه وايي چي په ورځ دوو کي به سيمه له دغو کسانو څخه پاکه سي.

د سندهـ د پولیسو مشر مشتاق شاه د دې عملیاتو په اړه په سيمه کي خبريالانو ته وويل، ترهغه به عملیاتو ته دوام ورکوي، چي ټوله سیمه ئې له وسله والو څخه پاكه کړې نه وي.

هغه زياته كړه:«په دغه عملياتو كي زموږ د ځواک ډېر افسران او ځوانان برخه لري، موږ او هغوى په جګړه بوخت يو، هغوی ډزي کوي، موږ هم له هغوی سره جنګېږو، داسي ټاکلی وخت نه سم درکولای، خو تر څه وخته چي هلته دغه شراچوونكي موجود وي عملیات به روان وي.

د سند د پوليسو مشر دعوه کوي چي په دغه جګړه كي د ملانثار ورور سهېل هم وژل سوى دئ او ډيرى هغه كسان چي د كراچۍ په ورانكاريو كي ئې لاس درلود نيول سوي دي او زياته وسله ئې هم ترلاسه كړې ده.

له دغي سيمي څخه ډېرى خلګ د خپلو كورونو پرېښوودلو ته هم مجبور سوي دي.په سیمه کي برېښنا، خوراکي مواد او اوبه نسته. د ځايي خلکو په خبره په دغه اړو دوړ کي ملکي خلک هم وژل سوي دي.

په كراچي كي له تېرو څو كلونو راهيسي په ښار کي د هدفي وژنو لړۍ روانه ده، چي په دې کي دوې سياسي ډلي متحده قومي مومنټ او عوامي نېشنل ګوند ئې پړه يو پر بل ورتپي. خو اوسنيو پېښو بله بڼه غوره كړې ده چي وسله وال او امنيتي ځواكونه يو له بل سره په جګړه بوخت دي.

دا په داسي حال كي ده چي د روان كال له پيل راهيسي په څلورو مياشتو كي د ناڅرګندو كسانو له لوري په وسله والو بريدونو كي شاوخوا شپږ سوه تنه وژل سوي دي او تر دې زيات نور ټپيان سوي هم دي.

حبيب الرحمن تاثير/کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل