1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کانګو کي ولسمشريزه ټاکني

۱۳۸۸ تیر ۲۱, یکشنبه

انتيه ډيک هانس له نيروبي څخه رالېږلی رپوټ کي ليکي، چي د پلازمېنې برازويلا پر سرکونو او جادو کې د اولسمشر دنيس زاسو نگوسو پلويان خوښۍ او خوشحالۍ کوي چې گويا اولسمشر بيا ټاکنې گټلې وي. د ده د برياليتوب په هکله شک هم نشته..

https://p.dw.com/p/IlxM
د فرانسې مخکنی جمهورريس ژاک شيراک د دنيس زاسو سره د خبرو پر مهال
د فرانسې مخکنی جمهورريس ژاک شيراک د دنيس زاسو سره د خبرو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

نوموړي د تېرو ٢٠٠٢ ميلادي کال په ټاکنو کې له سلو څخه ٩٠ برخې رايې گټلې وې. اوس هم ١٢ مخالف کانديدان يا د اولسمشرپټ ملگري او پلويان دي او يا خو د ډېرو وړو وړو گوندونو مشران. له مخالفو کانديدانو څخه نيمايي کسانو له ټاکنو سره د بايکاټ غوښتنه کړېده. برسېره پر دې، زيات شمېر کانگويان بدون له موجوده مشر نه بل څوک نه پېژني. زاسو نگوسو له ١٩٧٩ ميلادي کال راپديخوا پرله پسې مشرتابه پر غاړه لري، پرته له پنځو کالونو څخه په نوييمه لسيزه کې.

هغه مهال په کانگو کې کورنۍ جگړې روانې وې او دی بهر ته تښتېدلی وو، خو د قدرت لاس ته راوړلو سخته مبارزه يې کوله. اوس له خپلو هېوادوالو سره په ټاکنيزه سياليو کې د صلحې او امنيت ژمنه کوي. برسېره پر دې ښايي چې اقتصادي پرمختگ هم وشي او زياتوي:

(ځوانان بايد يو کسب او کار زده کړي. دوی ښايي هر هغه څه جوړ شي، چې غواړي يې. موږ به دې کار ته شرطونه برابروو.)

کانگوبرازاويله که څه هم تېل لري، خو بيا هم لکه خپل گاونډی د کانگو دموکرات جمهوريت غوندې زيات اومه مواد نه لري. له قريب ٤ مليونه وگړو څخه زيات شمېر بيکاره دي او بايد په ورځ کې له يوې يورو نه کمو پيسو سره گذاره وکوي. مگر اولسمشر بيا ډېر شتمن دئ - سربيره پر نورو شتمنيو يې په بهر کې گران بيه ودانۍ رانيولې دي. په فرانسه کې له پسرلي راهيسې د زاسو نيوگوسو پر ضد دعوی روانه ده. هلته دا ٦٦ کلن مشر د پاريس په ډېره قيمته سيمه او هم نيزا کې کورونه لري - چې گمان کيږي په دولتي پيسو سره يې رانيولي وي. خو دا کار هم په ټاکنو کې کوم زيان نه شي ورته رسولی، لکه څرنگه چې د ده يو پلوی څرگندوي:

(دا څېړنې ښايي ثابته کړي، چې اولسمشر کومه غلطي کړېده او که نه نو دا ټولې هسې بېځايه نيوکې او تورونه دي.)

هو، هم هغه شان لکه چې د ټاکنو مخکې د انحصار آوازې تيتې وې. ويل کيږي، چې د ټاکنو د وړ کسانو په جدولونو کې د پنځو لکو داسې کسانو نومونه شته، چې اصلاً هېڅ موجود نه دي. نو که چېرته کاواکه شي، په هغه صورت کې به زاسو نگوسو له دې جدولونو څخه رايې اخلي. يو شمېر مخالفو کانديدانو پر دې کار باندې نيوکې کړې او غوښتي يې دي، چې ټاکنې بايد وځنډول شي. خو د دوی شکايتونو ته هم کانگويان غوږ نه نيسي.

(دا کس په فرانسوي ژوبه جوتوي: دلته آزادي موجوده ده او له ټاکنو مخکې لستونه خپاره شول. سړی د ټاکنو خپل کارت لري او ورسره رايو ورکونو ته ځي - په دې کې هېڅ مشکل نه شته.)

پای دا چې دا ټاکنې به هم کانگويانو ته کوم بدلون رانه ولي. د ډېرو د پاره همدا يو لوی برياليتوب دئ، چې ټاکنې په صلح سره سر ته رسيږي. له هغه وروسته به د ټاکنو د پايلو جشن، د زاړه او نوي اولسمشر په ملگرتيا سره نيول کيږي.

Diekhans, Antje/ محمد عا رف وردګ

کتونکی. زيارمل