1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کاله ښار کې مهاجرو ته مرسته رسونکي موټرونه درول شوي دی

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ خرداد ۳۰, یکشنبه

فرانسې له بریتانیا څخه دغو مهاجرو ته د راتلونکو کمکي قطارونو د تلو مخه نیولې ده. د دغه اقدام په غبرګون کې په بریتانیا کې مرستندویه بنسټونو د دغه هیواد په دوور بندر کې لاس په اعتراضونو پورې کړی.

https://p.dw.com/p/1J9X9
England Hafen Dover
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Dunham

د فرانسې شمال مانش کانال په کاله ښار کې د مهاجرو په یوه کمپ کې زرونه مهاجر په خورا بد وضعیت کې ژوند کوي. هغوي غواړي چې د لاریو او یا هم مساپر وړونکو کشتیو په ذریعه ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

د کاله ښار د مهاجرو په کمپ کې میشت اکثریت مهاجر د افغانستان او سودان هیوادونو څخه دي. فرانسوي چارواکو اوس دغو مهاجرو ته له بریتانیا څخه د مرستو پر راتلونکو قطارونو بندیز لګولی دی.

د بریتانیا په دوور بندر کې سلګونو مرسته کونکو د فرانسې د دغه اقدام په غبرګون کې لاس په اعتراضونو پورې کړ. مرسته کونکو بنسټونو دغه راز اعلان کړی دی چې په لندن کې د فرانسې سفارت مخې ته به هم خپل اعتراضونه پورته کوي.

د فوټبال لوبو لپاره د فرانسې پر پولیسو فشار

فرانسوي چارواکو په وروستیو اونیو کې د فرانسې په شمال او پا-دو-کاله کې د مهاجرو کمپونو ته چې په خورا بد وضعیت کې قرار لري د مرستندویه قطارونو د لیږد مخنیوی وکړ.

د کاله په بندري ښار کې د مهاجرو په یوه کمپ کې چې د « ځنګل کمپ» په نوم هم یادیږي، تر۵۰۰۰ پورې مهاجر اوسیږي، دغه راز په ګران سنت ښار کې هم لږ تر لږه ۸۰۰ مهاجر ژوند کوي.

فرانسې د دغو مرستو د درولو دلیل، پر امنیتي ځواکونو د زیات فشار شتون ښوودلی دی. دوی وايي چې امنیتي ځواکونه یې د اروپایي جام فوټبال سیالیو ته د ښه نظم او امنیت برابرولو په موخه پر دندو بوخت دي او کافي ظرفیت نلري چې په کاله ښار کې دې هم نظم تامین کړي.

مهاجر غواړي بریتانیا ته لاړ شي

په دې منځ کې په کاله کې میشتو یو شمیر مهاجرو غوښتل چې په اوبو کې د لامبا پر مټ ځانونه هغو فرانسوي کشتیو ته چې د بریتانیا پر لور تلونکې وې ورسوي. څرنګه چې د ژغورنۍ ځواکونو ویلي دي، د ژغورنۍ د عملیاتو په دلیل، باید د شنبې په شپه فرانسې او بریتانیا تر منځ د تلونکو راتلونکو کشتیو تک راتک په موقتي توګه بند کړل شي.

د چارواکو پر وینا، مهاجر په داسې حال کې په اوبو کې لیدل شوي چې هڅې یې کولې خپل ځانونه د کشتیو هغو سیمو ته چې موټرونه په کې لیږدول کیږي ورسوي. یو مهاجر حتې ساحل ته ځان رسولی وو او بل د ژغورنۍ قایق له ډوبیدو څخه وژغوره.

د ګمرګي او بندري چارواکو د قایقونو د ژغورنۍ په عملیاتو کې، د کب نیونکو قایقونو، لامبو وهونکو او د فرانسې د هوایي ځواکونو یوې چورلکې ګډون لاره.

کاله بندر د یونیم ساعت لپاره له فعالیت څخه ولوید. بریتانیا پر لور تلونکې ټولې مسافروړونکې کشتیانې په موقتي توګه ودریدې، ورسره جوخت د مانش کانال مقابل لور ته په دوور کې هم کشتېانې اړ وي چې په انتظار کې پاتې شي.