1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې یوه هندۍ ښځه تښتول شوې

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ خرداد ۲۱, جمعه

یوه څلویښت کلنه هندۍ چې په کابل کې یې له یوه نړیوال پراخیتايي آژانس سره کار کاوه، د افغان چارواکو په وینا، نامعلومه وسله والو تښتولې ده.

https://p.dw.com/p/1J48B
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelam

د آلمان خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي، له قوله لیکلي دي: «د کابل پولیسو په دې هکله چې هغه چیري بیول شوې ده، څېړني پیل کړي دي.»

دغه ښځه د پنجشنبې په ماښام تښتول شوې ده او مسئوليت ئې تر اوسه پوري چا پر غاړه اخيستی نه دی.

د پولیسو په وینا دغي ښځي له یوه غیر دولتي سازمان آغا فاونډیشن سره کار کاوه چې د ساتنې او بیا رغاوني په برخه کې فعالیت کوي.

د ياد خبري آژانس په حواله په وروستیو وختونو کې د بهرنیو مرستندویه کارکوونکو د برمته نیوني په پيښو کې ډېرښت لیدل کیږي.

په اپریل میاشتې کې په ختیځ ولایت ننگرهار کې یوه آسترالیایي مېرمن وتښتول شوه او په مارچ میاشت کې بیا دوه بنگله دیشي اتباع په کندز ولایت کې تښتول شوي ول.