په کابل کې یوه لسیزه وروسته د گوزڼ پيښه موندل شوې
۱۳۹۲ بهمن ۲۲, سهشنبهپه پلازمینه کابل کې یوه درې کلنه نجلۍ په گوزڼ یا پولیو اخته شوې ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې نوموړۍ نجلۍ فلج شوې ده او دا په افغانستان کې د یوې لسیزي څخه د زیادې مودې وروسته په دغه هیواد کې د گوزڼ لومړنۍ پیښه ده چې تشخصیږي. د دغه وزارت د وینا له مخې: «موږ په عاجل ډول درې ورځنی کمپاین پیل کړی دی تر څو نورو ماشومانو ته د گوزڼ د وایروس د لیږد مخه ونیول شي.»
د پولیو د له منځه وړلو له پاره د نړیوالې کچې د ابتکار په نوم د ټولنې د وینا له مخې افغانستان، پاکستان او نایجیریا د نړۍ هغه هیوادونه دي، چیرې چې اوس هم په دغو هیوادونو کې د گوزڼ پیښې موندل کیږي.
په کابل کی د روغتیا وزارت یوه تن کارکوونکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په افغانستان کې کابو په بشپړه توگه دغه ناروغي له منځه تللې ده. نوموړی کارکونکی چې محمد جاوید، نومیږي زیاته کړې ده: «د روغتیا وزارت د گوزڼ لومړۍ پیښه موندلې ده او په کابل کې یې د ژمي په موسم کې د واکسینو فوق العاده کمپاین پیل کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د گوزڼ ضد واکسینو کمپاین په عادي حالت کې د دوبي په موسم کې پیلیږي. د روغتیا وزارت د نوموړي کارکوونکي د وینا له مخې «په یوه ورځ کې هر ټیم ۳۲۰ کورونو ته ورځي او پوښتنه کوي چې داسې کوم ماشوم خو به موجود نه وي چې عمر یې تر پنځو کلونو کم وي او واکسین یې نه وي کړي.»
په داسې حال کې چې پاکستاني طالبان د ګوزڼ د واکسین د کمپایننونو مخالفت کوي، افغان طالبانو ویلي دي چې هغوی به د کمپاین کارکونکو ته کوم ګواښ ونه کړي.
د گوزڼ ناروغي په بشپړه توگه له منځه تللې نه ده
کابو درې میاشتې وړاندې د عامه روغتیا وزارت ویلي وو چې په افغانستان کې د گوزڼ یا پولیو پېښې د تیر کال په پرتله کمې شوې دي. د وزارت په وینا د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه هڅې وکړي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د پولیو د واکسین ۱۴۵۰ دایمي مرکزونه پرانیستي دي او د دغې ناروغۍ پر ضد هر کمپاین کې ۵۶ زره ماشومان واکسین کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې لس کاله پخوا په افغانستان کې د پولیو ډیرې پېښې ترسترگو کیدې. د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وایي چې په دې موده کې د گوزڼ ناروغۍ پېښې په کال کې له سلو څخه اتو ته راکښته شوې دي. د دغو چارواکو په خبره اوس د گوزڼ پېښې د افغانستان په ناامنه او سرحدي ولایتونو کې رامنځ ته کیږي.