1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې چاودنه شوې

۱۳۹۴ تیر ۱۶, سه‌شنبه

په پلازمینه کابل کې یوه چاودنه رامنځ ته شوې ده. د ورکړل شویو رپوټونو له مخې یوه ځانمرګې برید کوونکي خپل له چاودیدونکو موادو ډک موټر د ناټو ځواکونو له یوه کتار سره جنگولی دی. په پیښه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Ftoq
انځور: Reuters/A. Masood

د کابل د پولیسو ویاند عبادالله کریمي ویلي دي چې په دغه چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي دي. هغه دغه کسه د «بهرنیانو» په توگه یاد کړي دي، خو د هغوی د هویت په هکله څه نه دي ویل شوي.

په کابل کې د ائتلافي ځواکونو ویاند د فرانس پرس خبري آژانس ته د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کاروان برید تائید کړی دی او ویلي یې دي چې د پیښې په هکله نور معلومات راټولوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم پيښه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې یوه ځانمرگي برید کوونکي د بهرنیو ځواکونو له کتار سره خپل موټر جنگولی دی.

تر دې مخکې د فرانس پرس خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش له قوله لیکلي وو چې د کابل په سویل ختیځه برخه کې ترسره شوې چاودنه ښایي ځانمرگی برید وي. خو هغه هم د مرگ ژوبله په هکله کوم معلومات نه وو ورکړي.

د آلمان خبري آژانس د عیني شاهدانو له قوله لیکلي دي چې د برید هدف د بهرنیو ځواکونو د موټرو کتار وو. طالبانو د ټویټر په ټولنیزه شبکه په خپل لنډ پیغام کې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب