1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې ځانمرگي بريد لس تنه وژلي

۱۳۹۵ خرداد ۵, چهارشنبه

په کابل کې یوه ځانمرگي برید لس تنه وژلي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا یو کس چې پلی روان وو هغه موټر ته ځان نزدې خپل چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړی دی چې پکښې د استنیاف محکمې مامورین سپاره ول.

https://p.dw.com/p/1Itvv
انځور: Reuters/M. Ismail

د فرانسې خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند نجیب دانش له قوله لیکلي دي چې په دغه چاودنه کې لس تنه وژل شوي دي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

دانش د ټويټر په خپل لنډ پیغام کې لیکلي دي چې دغه برید نن سهار ۸:۲۵ د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو شهرک داودخان په سيمه کې د میدان وردگو د استیناف محکمې د مامورینو پر موټر شوی دی.

لا تر اوسه د دغه برید مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. خو د فرانس خبري آژانس په وینا امنیتي ځواکونه او حکومتي کارکوونکي زیاتره وخت د طالب یاغایانو له لوري په نخښه کیږي.

دغه برید په داسي وخت کې ترسره کیږي چې طالبانو د یوې بیانیې په ترڅ کې د شنبې په ورځ د یوې امریکایي بې پيلوټه الوتکې په برید کې د خپل مشر ملا اختر منصور وژل کیدل تائید کړي دي او هیبت الله اخوندزاده یې د خپل نوي مشر په توگه ټاکلی دی.