1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې فامیلي سینما د کورنۍ له پاره نوی مصروفیت

۱۳۹۵ اسفند ۲۶, پنجشنبه

څراغونه وژل کیږي، پروجیکتور روښانیږي او له دې کار سره د لومړي ځل له پاره په کابل کې کورنۍ کولای شي چې په ګډه د هالیود او بالیوډ فلمونه په ستره پرده وویني.

https://p.dw.com/p/2ZHU9

په کابل کې د کورنیو له پاره یوې سینما په فعالیت پیل کړی او د جنګ ځپلي افغانستان په پلازمینه کې یې کورنیو ته د څو شیبو له پاره د خوښیو فضا رامنځته کړې. په عمومي توګه په دې هیواد کې ډیر وخت میرمنې د کور تر دیوالونو پورې محدودې وي، خو اوس دوی هم کولای شي چې له ستړي ژوند څخه لیري څو شیبې له خپلې کورنۍ سره په ګډه تیرې کړي.

د کابل په سینماګانو کې زیاتره نارینه ترسترګو کیږي چې د فلمونو هرې جالبې صحنې ته لاسونه پړکوي او شپیلۍ وهي. د زیاترو دغو سینما ګانو دیوالونو د سیګرټو او چرسو د دود له امله خپل رنګ بدل کړی.

زهرا سوزان چې یوازې ۲۵ کاله عمر لري او د یوه ماشوم مور ده، د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې د میرمنو او ماشومانو له پاره سیمناګانو ته تګ «عادي خبره» نه ده.

تیر کال د ګلکسي په نامه په کابل کې رغول شوې دې سینما د لومړي ځل هغه مهال چې په سینما کې کورنۍ وي، د ورځې په اوږدو کې د ځانګړو ساعتونو له پاره په مجردو کسانو د ورتګ بندیز وضع کړ. د دې کار موخه له سیکرټو او ناسمې رویې پر وړواندې د ماشومانو او میرمنو د زورونې مخنیوی ښول شوی دی.

سوزان چې همدا اوس یې په دې سینما کې د «لایټس اوټ» په نامه د هالیوډ فلم لیدلی او په مخ یې مسکا خپره ده، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «زه د لومړي ځل له پاره په کابل کې سینما ته ولاړم او زما له پاره دغه تجربه ډیره ښه وه.»

د ګلکسي په نامه د دې سینما یو څښتن، ابوبکر غرزی وايي: «کله چې په سینما کې میرمنې او کورنۍ موجودي وي، نو بل چا ته اجازه نه ورکول کیږي او په دې کار سره کورنۍ د خوندیتوب احساس کوي.»

شپاړلس کاله مخکې د طالبانو د رژیم او تر هغه هم مخکې د کورنیو جګړو پر مهال د خوند اخیستلو دغه ساده کار ناممکن وو. د کورنیو جګړو پر مهال سینما ګانې ویجاړې او بیا د طالبانو د رژیم په موده کې د فلمونو په کتلو بندیز وضع شوی وو.

ځوانې جوړې د ټیکټ د اخیستلو له پاره په کتار کې انتظار باسي او په عامه ځایونو کې له خپل شتون څخه خوند اخلي. د دې سربیره هم بیا ځینې ډیر پام کوي او له مرکه کولو شرمیږي.

د دې سینما د ټیکټ بیه ۳۰۰ افغانۍ ده چې د نورو سینماګانو په پرتله لوړه ده. همدا چې په کابل کې بې کاري هم لوړه ده نو دغه بیه د کابل ښار د ډیری اوسیدونکو پر وړاندې دې سینما ته د ورتګ خنډ جوړوي.

د سوزان خاوند حامد وايي: «په افغانستان کې د میرمنو له پاره ډیر مناسب ځایونه نشته او د میرمنو ژوند له ډیرو سختیو سره مخامخ دی. خو دا یو خوندي ځای دی.»

سمیرا سوزان چې له خپل ورور سره د ګلکسي سینما ته راغلي هم د دې خبرې پخلی کوي. دې ۲۲ کلنې چې په کابل کې د یو سفارت کارکوونکې ده د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «موږ [په کابل کې] د بالنګ یو کلب، پارک او ژوبڼ لرو او دا ځایونه د میرمنو د ورتګ له پاره مناسب دي.»

نوموړې زیاته کړه چې میرمنې په کورونو کې په پخلي، کالي مینځلو او نورو کارونو باندې ډیرې بوختي دي او دوی نه شي کولای چې له خپلې کورنۍ سره د خوښۍ یو څو شیبې تیرې کړي.

افغانان په کور کې دننه د تولید شوو فلمونو په پرتله زیاتره امریکايي او هندي فلمونه خوښوي. پر دې سربیره چې دې سینما ته راغلو ځینو کسانو له مخکې نه په انټرنټ کې د دنګل، ای دل هې مشکل او د سلطان په نامه وتلي هندي فلمونه لیدلي، خو دوی غواړي یو ځل بیا یې د ګلکسي د سینما په پرده په لوړ کیفیت ووینې او ترې خوند واخلي.

په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له طالبانو سره په جګړه کې بوخت دی، د کابل په زړه کې د ګلکسي د سینما امنیت هم د اندیښنې وړ دی. اسلامپاله جنګیالو له ډیرې مودې راهیسې د هالیوډ او بالیوډ پر فلمونو بندیز وضع کړی او د دې فلمونو کتنه یې ګناه بللې خو بیا هم په دې وروستیو کلونو کې د کابل کومه سینما تر برید لاندې نه ده راغلې.

د دې سینما څښتن مني چې «تهدیدونه شتون لري» او وايي چې موږ «په ستر څښتن تکیه کوو».